د انرژي معین د باغدرې برېښنا بند د قراردادي شرکت له مسؤلینو سره وکتل

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۳۱ - ۱۶:۱۵
1

د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین محترم الحاج ملا عبدالهادي یعقوب د خپل کار په دفتر کې د دغه معینیت د یو شمېر رئیسانو او تخنیکي مسؤلینو په شتون کې د کاپیسا ولایت د باغدرې برېښنا بند د قراردادي شرکت( ام، جې، اې، ام) له اداري مرستیال ښاغلي مسټر ډینګ او مل پلاوي سره وکتل او د نوموړي بند د جیوفزیک او جیوتخنیک مطالعاتو د چارو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

په دغه لیدنه کې، د نوموړي شرکت مسؤلینو د نوموړي بند د جیوفزیک او جیوتخنیک مطالعاتو چارو د څرنګوالي او پرمختګ په هکله اړین معلومات د انرژي محترم معین ته وړاندې کړل او زیاته یې کړه، چې دغه شرکت هوډ لري، د وزارت درې تنه انجینران د وړتیا لوړولو په موخه چین هېواد ته ولېږي.

په ورته مهال، د انرژي محترم معین د باغدرې برېښنا بند د جیوفزیک اوجیوتخنیک مطالعاتو چارو د پرمختګ په هکله د خوښي څرګندولو ترڅنګ په دې برخه کې د نوموړي شرکت مسؤلینو ته د همکاري ډاډ ورکړ، او د نوموړي شرکت له لوري چین هېواد ته د وړتیا لوړولو په موخه د دغه وزارت د درې تنو انجنیرانو د لېږلو د هوډ هر کلی وکړ.

د دغې ناستې په پای کې د باغدرې برېښنا بند د جیوفزیک او جیوتخنیک مطالعاتو چارو  پر لا چټکتیا باندې  ټینګار وشو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۴:۳۶
Background image

بادغیس ولایت کې د یوه چکډم پروژه د نږدې دوه میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۱/۶هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۱ هـ ل

د بادغیس ولایت د آبکمري ولسوالي د زوپدې کلي چکډم پروژه د ۱ میلیون، ۷۸۶ زره او ۷۸۰ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

یاد چکډم د ۲۳.۴ . . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۹
Background image

په پروان ولایت کې د پاواز کلي چکډمونو پروژو چارې څه باندې ۵۰ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۱/۴ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۳۰ هـ ل

د غوربند ـ چاریکار فرعي سیندیزې حوزې ریاست او د اړوندو ادارو ګډ تخنیکي ټیم د پروان ولایت د شېخ علي ولسوالي د پاواز کلي د چکډمونو پروژو د چارو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

بیرته تګ

User account menu