د انرژي معینیت په اونیزه اداري او تخنیکي ناسته کې د دغه معینیت اړوند څو موضوعاتو په هکله بحث ترسره شو

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۱ - ۱۵:۳۹
1

دغه ناسته د انرژي معین محترم مولوي حمدالله زاهد تر رهبري لاندې د رئيسانو، سلاکارانو او د دغه معینیت د یو شمېر تخنیکي مسؤلینو په شتون کې ترسره شوه.

په دغه ناسته کې، د څو اداري او تخنیکي موضوعاتو لکه: د هېواد د برېښنا د شته سیسټم د بدلون، د پانګونې د جذب په موخه د انرژي پروژو د لومړیتوبونو، د انرژي د پنځه کلن پراختیایي پلان د پلي کولو د چټکتیا په موخه د مناسبو لارو چارو رامنځته کول، د ریاستونو د سلو ورځو د اجراآتو او فعالیتونو د ارزونې او په چارو کې د لا زیاتو همغږیو د رامنځته کولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

د ناستې په بهیر کې، رئيسانو او تخنیکي مسؤلینو د نوموړو موضوعاتو په هکله خپل معلومات او اندونه وړاندې کړل او وروسته د انرژي د محترم معین له لوري د هغوی د لا غوره ترسره کولو په موخه اړین تصمیمونه ونیول شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۴:۳۶
Background image

بادغیس ولایت کې د یوه چکډم پروژه د نږدې دوه میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۱/۶هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۱ هـ ل

د بادغیس ولایت د آبکمري ولسوالي د زوپدې کلي چکډم پروژه د ۱ میلیون، ۷۸۶ زره او ۷۸۰ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

یاد چکډم د ۲۳.۴ . . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۹
Background image

په پروان ولایت کې د پاواز کلي چکډمونو پروژو چارې څه باندې ۵۰ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۱/۴ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۳۰ هـ ل

د غوربند ـ چاریکار فرعي سیندیزې حوزې ریاست او د اړوندو ادارو ګډ تخنیکي ټیم د پروان ولایت د شېخ علي ولسوالي د پاواز کلي د چکډمونو پروژو د چارو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

بیرته تګ

User account menu