د انرژي معینیت اونیزه اداري او تخنیکي ناسته ترسره شوه

د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معینیت اونیزه اداري او تخنیکي ناسته د وزارت د دفتر عمومي رئيس او د انرژي معینیت وارسي کوونکي محترم قاري محمد عبدالعزیز عزیز تر مشري لاندې د دغه معینیت د رئيسانو، سلاکارانو او تخنیکي مسؤلینو په ګډون ترسره شوه.
په دغه ناسته کې د افغانستان برېښنا شرکت سره په همغږۍ د میدان وردګو ولایت د چک بند د بیارغونې پروژې د پلي کولو څرنګوالي، د نوي کېدو وړ انرژي د حمایوي صندوق طرحې د جوړولو، د نغلو ۱۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د ښه او پر وخت پلي کولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه او د قراردادي شرکت سره پر همغږۍ باندې ټینګار وشو.
د دفتر عمومي رئيس او د انرژي معینیت وارسي کوونکي د پورتنیو موضوعاتو په هکله د دغه معینیت د رئيسانو، سلاکارانو او تخنیکي مسؤلینو د اندونو تر اورېدو وروسته، د چارو د چټکتیا او غوره پرمخ وړلو په موخه اړوندو مسؤلینو ته اړین هدایات او لارښوونې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې ټول اړوند مسؤلین باید خپلې دندې په رښتینولۍ او بشپړ اخلاص سره ترسره کړي.