د انرژي معینیت اداري ناسته د یاد معینیت د څو اړینو موضوعاتو د څېړلو په هکله ترسره شوه

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۹/۲۷ - ۱۲:۴۲
1

یاده ناسته د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین ښاغلي ملا محمد عیسی ثاني تر مشري لاندې د رئيسانو، سلاکارانو او د یاد معینیت د تخنیکي مسؤلینو په ګډون ترسره شوه.

د ناستې په پيل کې، رئيسانو او مسؤلینو د هغو فعالیتونو او اجراآتو چې په تېرو ناستو کې یې په هکله پرېکړه شوې وه، معلومات ورکړل.

د ناستې په دوام کې د انرژي پروژو د بېلابېلو موضوعاتو په هکله په ځانګړې توګه د انرژي د تولید د جواز د کړنلارې موضوع د څېړلو، د افغانستان برېښنا شرکت سره د برېښنا انرژي د تعرفې د وروستي کولو، د ریاست الوزرا مقام ته د بدخشان ولایت د فیض آباد ښار د تعرفې د موضوع په هکله د څېړنیز پلاوي د راپور وړاندې کولو چې د انرژي ښاغلي معین تر مشري لاندې یاد ولایت ته سفر کړی و، او د انرژي تنظیم پورې اړوند نورو موضوعاتو  په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

د انرژي ښاغلي معین د ناستې په پای کې د موضوعاتو تر هر اړخیزې څېړنې وروسته، اړینې لارښوونې او سپارښتنې وکړې او د چارو پر چټکتیا باندې یې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۵۰
Background image

جوزجان ولایت کې د آمو سیند څنډو د ټینګښت درې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د جوزجان ولایت د قرقین ولسوالي اړوند دینار کلي کې د آمو سیند څنډو د ټینګښت درې پروژې چې ۹۴۰ متره اوږدوالی لري، د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس محترم مولوي وکیل احمد نقي په شتون کې ګټې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۹:۴۴
Background image

د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس د جوزجان له والي سره وکتل

د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس محترم مولوي وکیل احمد نقي او ورسره مل پلاوي د جوزجان ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت له والي محترم الحاج مولوي عبدالله سرحدي سره یې وکتل.

 په دغه لیدنه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۴:۵۵
Background image

زابل ولایت کې د عمري ذخيروي بند د ساتنې او مراقبت پروژې چارې 75 سلنه پرمخ تللې دي

د ترنک قلات سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالکریم ذوالفقار او ورسره مل تخنیکي ټیم د دغه ولایت د مرکز اړوند د عمري ذخيروي بند د ساتنې او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه. . .

بیرته تګ

User account menu