د انرژي معینیت اداري او تخنیکي غونډه ترسره شوه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۵/۳ - ۱۱:۵۸
1

یاده غونډه د اوبو او انرژي وزارت د مقام دفتر عمومي رئیس او د انرژي معینیت وارسي کوونکي قاري محمد عبدالعزیز عزیز تر مشري لاندې د انرژي سکتور د رئيسانو او سلاکارانو په شتون کې ترسره شوه.

په یاده غونډه کې د بېلابېلو موضوعاتو په هکله لکه په سمنګان او نورو ولایتونو کې د څیړنیزو بادي ټاورونو څخه د معلوماتو راټولول، د انرژي د نويو پروژو د شناسایې کمیټې د اجراآتو د ارزولو، د ګلبهار انویست شرکت سره د هوکړه لیک پر بنسټ د ګازو او ډبرو سکرو څخه د برېښنا د تولید په پروژو کې د نوموړي شرکت د پانګونې چارو د وضعیت ارزونه او د افغانستان په کچه په ښارونو او کلیو کې د سترو او وړو برېښنا رسولو پروژو د پروژې جوړونې طرحې په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

په یاده غونډه کې د انرژي سکتور رئیسانو او مسئولینو د نوموړو موضوعاتو په هکله د خپلو کړنو ګزارشونه وړاندې کړل او وروسته، د دفتر عمومي رئيس او د انرژي معینیت وارسي کوونکي د چارو د غوره پرمخ وړلو او چټکتیا په موخه اړوندو مسئولینو ته اړینې سپارښتنې وکړې.

User account menu