د افغان نساجي برېښنا بند د دستګاه د تخنیکي او حقوقي ستونزو د هوارولو په موخه د هغه له فني مرستیال سره خبرې وشوې

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۴ - ۱۰:۳۲
1

د اوبو او انرژي وزارت د برېښنا مارکیټ حقوقي رئيس محترم الحاج محمد حارث زرمتي او ورسره مل تخنیکي ټیم په بغلان ولایت کې  د افغان نساجي برېښنا بند له دستګاه څخه لیدنه وکړه.

همدارنګه، د اوبو او انرژي وزارت د برېښنا مارکیټ حقوقي رئيس د نوموړې دستګاه د لېدنې پر مهال د دغې دستګاه له فني مرستیال محترم عبدالمتین خان سره هم وکتل او د نوموړې دستګاه د حقوقي او تخنیکي ستونزو د هوارولو او پراختیایي برنامو په هکله خبرې، اترې وکړې.

په دغه لیدنه کې، د برېښنا مارکیټ حقوقي رئيس وویل چې د برېښنا انرژي د خدمتونو د تنظیم عمومي ریاست به د یوه منظم برېښنا مارکیټ د رامنځته کولو لپاره چې په ملي او نړیوالو معیارونو باندې برابر وي هلې، ځلې وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۶:۴۷
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۶:۴۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۴:۵۱
Background image

بیرته تګ

User account menu