د آسیا پراختیایي بانک عمومي رئيس د اوبو او انرژي له سرپرست وزیر سره په لیدنه کې د اوبو او انرژي پروژو په پلي کولو کې د همکاري د بیا پيل په هکله ژمنه وکړه

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۸ - ۱۵:۰
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده، د وزارت مقام د سلاکار محترم ډاکټر فاروق اعظم او یو شمېر رئيسانو په شتون کې په افغانستان کې د آسیا پراختیایي بانک له عمومي رئيس ښاغلي دیوید هیل سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، دواړو لورو په افغانستان کې د اوبو او انرژي پروژو په پلي کولو کې د همکاري په ځانګړې توګه د هغو نیمګړو پروژو  د بیا پيل په هکله چې مخکې د آسیا پراختیایي بانک له لوري د مالي پلوه تمویلدې، بحث او د اندونو تبادله وکړه.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په کابل او کندهار ښارونو کې د اوبیزو سرچینو د ورځ تر بلې کمېدو وضعیت ته اشاره وکړه او له آسیا پراختیایي بانک څخه د کابل- پنجشیر اوبو لېږد، د شاه توت للندر ذخیروي بند او د کندهار ولایت د دهلې بند د پراختیا په پروژه کې د همکاري غوښتنه وکړه.

همدارنګه، ښاغلي منصور په هېواد کې د انرژي پراختیا د ارزښت یادونه وکړه او په دې سکتور کې د نوموړي بانک د همکاري غوښتنه وکړه.

له بلې خوا، په افغانستان کې د آسیا پراختیایي بانک عمومي رئيس د اوبو او انرژي وزارت د رهبري له مقاماتو سره ژمنه وکړه، چې دغه بانک هوډمن دی چې په افغانستان کې د اوبو او انرژي پراختیایي پروژو په برخه کې خپلې همکاري بیا پيل کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۹:۵۹
Background image

خوست ولایت کې د اوبو رسولو دوې پروژې تر څارنې لاندې ونیول شوې

د څارنې او ارزونې ریاست تخنیکي ټیم خوست ولایت ته د خپل سفر پر مهال د دغه ولایت د اوبو او انرژي ریاست د مسؤلینو په همکاري د زنده‌خېلو او عیسی‌خېلو د اوبو رسولو پروژې تر څارنې لاندې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۶:۲۵
Background image

د آمو سیند سواحلو د تحکیماتو رئیس د داخلي تفتیش پلاوي سره وکتل.

د آمو سیند سواحلو د تحکیماتو ریاست محترم رئیس مولوي وکیل احمد نقي د داخلي تفتیش پلاوي سره ناسته ترسره کړه.

 د آمو سیند سواحلو د تحکیماتو رئیس د شفافیت ډاډ ورکړ او یاد تفتیش یې د چارو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۴۸
Background image

د اوبو او انرژي نوی وزیر همکارانو ته ور وپېژندل شو او په رسمي توګه یې خپله دنده پيل کړه

۱۴۰۴/۱۰/۲۴ هـ ل

محترم الحاج ملا محمدیونس آخندزاده، چې تازه د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله و رعاه د ۱۴ ګڼې فرمان د ۱۷/۷/۱۴۴۷ هـ ق پر بنسټ د اوبو او انرژي وزیر په توګه ټاکل شوی، د یو. . .

بیرته تګ

User account menu