خوست ولایت کې ۶ ټولګټې پروژې د ۵۱ میلیونه افغانیو په ټولیز لګښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱ - ۱۴:۷
1

د دغو پروژو ګټې ته د سپارلو مراسم د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور، د خوست والي محترم مولوي عبدالقیوم روحاني، د خوست د جهادي مدرسې مهتمم محترم شیخ افضل حسین، د کابل عمومي حوزوي رئيس محترم انجنیر عارف مومند، د خوست د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي عبدالقیوم ثابت، سیمه ایزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو او د خوست ولایت د ګڼ شمېر اوسېدونکو په شتون کې ترسره شو.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په دغو مراسمو کې د اوبو سرچینو د پياوړتیا په برخه کې د دغو پروژو پلي کول ارزښتناک وبلل او زیاته یې کړه، لکه څرنګه چې اسلامي امارت د هېواد د آزادۍ په برخه کې قربانۍ ورکړې، اوسمهال د هېواد د پراختیا او آبادۍ په برخه کې هم ژمن دی.

ښاغلي منصور ټینګار وکړ، چې د جهاد د موخو لاسته راوړل د افغانستان د خلکو لپاره ستر الهي نعمتونه دي او اوسمهال د افغانستان پر ملت باندې لازمه ده، چې د اسلامي نظام د پياوړتیا او د جهاد ارزښتونو په ساتلو سره د دغو نعمتونو شکر پر ځای کړي.

هغه، د اسلامي ملت ترمنځ د یوالي ارزښت ته په اشارې سره یادونه وکړه، چې اوسمهال د اسلامي امارت مجاهدین په یوه ستره الهي آزموینه کې دي او دوی کولای شي یوازې په عبودیت، اخلاص او مسؤلیت منلو سره له دغې آزموینې څخه بریالي را ووزي.

همدارنګه، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په دغه برنامه کې یادونه وکړه، چې اسلامي امارت په هېواد کې یووالی او امنیت رامنځته کړی او جامع سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې تګلارې تر لاس لاندې نیولې، هغه زیاته کړه، چې د افغانستان له ملت څخه هم تمه ده، چې د دغو تګلارو د پلي کولو په  برخه کې له اسلامي امارت سره همکار و اوسي.

په ورته مهال، د خوست والي د دغو ټولګټو پروژو پلي کول د دغه ولایت د اوبو مدیریت او د اوبو سرچینو د پياوړتیا په برخه کې یو مثبت ګام وباله.

له بلې خوا، د خوست د جهادي مدرسې مهتمم محترم شیخ افضل حسین هم د اوبو او انرژي وزارت دکړنو د ستایلو ترڅنګ، د اوبو په سکتور کې خدمت حیاتي او ارزښتناک وباله.

همدارنګه، د کابل عمومي حوزوي رئيس په دغه برنامه کې  د بشپړ شوو پروژو په هکله په تخنیکي ډول معلومات وړاندې کړل.

 د یادونې وړ ده، چې په دغو شپږوپروژو کې د اوبو کوچنی ذخیروي بند، د سیند څنډو ټینګښت، د اوبولګولو کانالونه، چکډم او کاریزونه شامل دي.

د دغو پروژو په پلي کېدو سره په خوست ولایت کې د اوبو مدیریت په برخه کې مثبت ګامونه پورته شوي او زرګونه کورنۍ ورڅخه ګټه پورته کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۴:۳۶
Background image

بادغیس ولایت کې د یوه چکډم پروژه د نږدې دوه میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۱/۶هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۱ هـ ل

د بادغیس ولایت د آبکمري ولسوالي د زوپدې کلي چکډم پروژه د ۱ میلیون، ۷۸۶ زره او ۷۸۰ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

یاد چکډم د ۲۳.۴ . . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۹
Background image

په پروان ولایت کې د پاواز کلي چکډمونو پروژو چارې څه باندې ۵۰ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۱/۴ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۳۰ هـ ل

د غوربند ـ چاریکار فرعي سیندیزې حوزې ریاست او د اړوندو ادارو ګډ تخنیکي ټیم د پروان ولایت د شېخ علي ولسوالي د پاواز کلي د چکډمونو پروژو د چارو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

بیرته تګ

User account menu