خوست ولایت کې د ۷ هایدرومیتیورولوژي سټیشنونو معلومات راټول شول
د شمل- خرم سیندیزې فرعي حوزې مسؤلینو د خوست ولایت د مرکز او د دوه منده، علیشیرو او تریزیو ولسوالیو اړوند د متون، مردیخېلو، بالائي، کښتني، سپيرې، تورکاڼي او تورو اوبو هایدرومیتیورولوژي سټیشنونو معلومات را ټول کړل او همدارنګه یې د اوبو د رسوباتو بیلګې واخیستلې او د اوبو اندازه ګیري یې هم ترسره کړه.
