خوست ولایت کې د یوه چکډم د جوړېدو د پروژې چارې د څه باندې یو نیم میلیون افغانیو په ارزښت پيل شوې

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲ - ۱۷:۳
1

د خوست ولایت د دوه منده ولسوالي اړوند د انار باغ کلي چکډم د جوړېدو د پروژې چارې د یو میلیون او پنځه سوه او دروېشت زره(۱۵۲۳۰۰۰) افغانیو په ارزښت د شمل- خرم سیندیزې فرعي حوزې د رئيس محترم مولوي عبدالقیوم ثابت، د دوه منده ولسوال محترم الحاج ملا مؤمین ذاکر او  یو شمېر نورو سیمه ایزو مسؤلینو په شتون کې پیل شوې.

د دغې پروژې د جوړېدو په پرانیست غونډه کې د شمل- خرم سنیدیزې فرعي حوزې رئيس د هغې د ارزښت په هکله خبرې وکړې او د دغې پروژې د پلي کوونکو مسؤلینو څخه یې وغوښتل چې چارې یې په ښه کیفیت او په ټاکلي وخت سره ترسره کړي.

دغه چکډم د ۲۹ متره اوږدوالي او ۴.۵ متره په جګوالي سره د اوبو او انرژي وزارت په مالي لګښت جوړیږي او د چارو په بشپړېدو سره یې به د ۱۶۸۰۰ متره مکعبه په اندازه د ځمکې لاندې اوبه تعذیه شي او شاوخوا ۸۴۰۰ متره مکعب اوبه هم ذخیره شي او همدارنګه به لسګونه جریبه ځمکه د سیلابونو له ویجاړیو  څخه وژغورل شي .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۱:۳۵
Background image

په پکتیا ولایت کې د څه باندې ۵زره جریبه کرنیزو ځمکو د اوبو لګونه په څاڅکي اوبو لګولو بدل شوی دی

۱۴۴۷/۱۲/۲۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۱۹ هـ ش

د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده، د ولایت مقام د دفتر رئيس محترم مولوي نورالله ممتاز، د اوبو لګولو او مالداري رئيس. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۹:۲
Background image

د غزني ولایت د سردې بند اوبه دوهم ځل د پنځو ورځو لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه خوشې شوې

۱۴۴۷/۱۲/۲۱ هـ ق مطابق ۳/۱۷ /۱۴۰۵ هـ ش

د غزني ولایت د سردې ذخیروي او اوبولګولو بند اوبه دوهم ځل د پنځو ورځو لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د غزني د فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۶ - ۱۴:۸
Background image

د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې ریاست د اداري ودانۍ پروژې ودانیزې چارې ۵۷ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۷/۱۲/۲۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۱۶ هـ ش

 د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د دغه ریاست د اداري ودانۍ پروژې د ودانیزو چارو له بهیر څخه. . .

بیرته تګ

User account menu