تخار ولایت کې د پنج آمو سیند د څنډو د تحکیماتو د پنځم لاټ(برخې) پروژې چارې ۲۷ سلنه بشپړې شوې دي

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۹ - ۱۰:۵۶
1

د تخار ولایت د ینګي قلعې ولسوالي په یتیم تپه کلي کې د پنج آمو سیند د څنډو د تحکیماتو د پنځم لاټ(برخې) پروژې چارې ۲۷ سلنه بشپړې شوې دي.

نوموړې پروژه د اوبو او انرژي وزارت له لوري یو داخلي شرکت ته د څلور څلوېښت میلیونه، اته سوه او درې اتیا زره، نه سوه نوي (۴۴،۸۸۳،۹۹۰) افغانیو په ارزښت په قرارداد ورکړل شوی، چې د چارو په بشپړېدو سره به یې ګڼ شمېر د استوګني کورونه او بڼونه د پنج آمو سیند له ویجاړیو څخه خوندي شي او همدارنګه به سلګونه جریبه ځمکه د کرهنې لپاره چمتو شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۸:۵۰
Background image

په ګذرې او پښتون زرغون ولسوالیو کې د سلما بند د خوشې شوو اوبو له بهیر څخه د عادلانه وېش په موخه څارنه وشوه

د لاندني هریرود- مرغاب سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي سردار عزیزي او ورسره مل تخنیکي ټیم د سلما بند د خوشې شوو اوبو له بهیر څخه د هرات ولایت په پښتون زرغون او ګذرې ولسوالیو کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۵۲
Background image

د اوبو او انرژي وزیر کندز ولایت کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو له پلې شوې پروژې څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده کندز ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د امام صاحب ولسوالي په نجم الدین برزنګي سیمه کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۴۰
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د بدخشان ولایت د شورآبک برېښنا بند څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده او ورسره مل پلاوي بدخشان ولایت ته سفر وکړ او د شورآبک برېښنا بند څخه لیدنه وکړه.

ه. . .

بیرته تګ

User account menu