تخار ولایت کې د پنج آمو سیند د څنډو د تحکیماتو د دوهمې برخې(لاټ) پروژې چارې ۷۲ سلنه پرمخ تللې دي

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۴ - ۱۱:۲۳
1

د تخار ولایت د ینګي قلعې ولسوالي په یتیم تپه کلي کې د پنج آمو سیند د څنډو د تحکیماتو د دوهمې برخې پروژې چارې ۷۲ سلنه پرمخ تللې دي.

نوموړې پروژه د اوبو او انرژي وزارت له لوري یوه کورني شرکت ته د اته دېرش میلیونه، څلور سوه شپېته زره او دوه سوه اویا (۳۸،۴۶۰،۲۷۰) افغانیو په ارزښت په قرارداد ورکړل شوی، چې د چارو په بشپړېدو سره به یې ګڼ شمېر استوګنیزکورونه او بڼونه د پنج آمو سیند له ویجاړیو څخه خوندي شي او همدارنګه به سلګونه جریبه ځمکه د کرهڼې لپاره چمتو شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۶:۱۱
Background image

د انرژي د سپما او اغېزمنتیا په هکله له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره کې د عامه پوهاوي برنامه وړاندې شوه

په دغه برنامه کې د انرژي د سپما د مناسبو ‌لارو چارو په هکله له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداري له کارمندانو سره اړین معلومات شریک شول.

همدارنګه، د برنامې په دوام کې د اوبو او انرژي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۳۰
Background image

د غزني ولایت د سردې بند اوبه د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د ۱۲ ورځو لپاره خوشې شوې

د غزني د ولاړو اوبو سیندیزې فرعي حوزې ریاست د مسؤلینو له لوري د سردې ذخیروي او اوبولګولو بند اوبه د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د ۱۲ ورځو لپاره د میر آبانو او کروندګرو سره په بشپړه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۲۴
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د بغلان ولایت د کیله‌ګي برېښنا بند له سیمې څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او ورسره مل د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده بغلان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې په داسې حال کې د دغه ولایت په دوشي. . .

بیرته تګ

User account menu