بغلان ولایت کې د لختوغي سربند او کانال جوړونې د پروژې چارې پيل شوې

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۸ - ۱۲:۶
1

د بغلان ولایت په دوشي ولسوالي کې د لختوغي سربند او کانال جوړونې د پروژې چارې د بغلان سیندیزې فرعي حوزې د رئيس محترم ملا محمد انس عمر، د دوشي ولسوال محترم نورالدین فاتح او یو شمېر نورو مسؤلینو او قومي مشرانو په شتون کې پيل شوې.

د نوموړې حوزې رئيس د دغې پروژې د چارو د پرانيستې پر وخت د قراردادي شرکت له مسؤلینو څخه وغوښتل چې چارې یې په ښه کیفیت او ټاکلي وخت سره پای ته ورسوي.

د نوموړې پروژې چارې د ایف، اې، او سازمان په مالي لګښت د بغلان د سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي چې پکې سلګونو کسانو ته د کار زمینه چمتو شوې او د چارو په بشپړېدو سره به ۴۷۰ هکتاره ځمکه خړوبه شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۹
Background image

په پروان ولایت کې د پاواز کلي چکډمونو پروژو چارې څه باندې ۵۰ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۱/۴ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۳۰ هـ ل

د غوربند ـ چاریکار فرعي سیندیزې حوزې ریاست او د اړوندو ادارو ګډ تخنیکي ټیم د پروان ولایت د شېخ علي ولسوالي د پاواز کلي د چکډمونو پروژو د چارو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱
Background image

غزني ولایت کې د روانو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۲/۳۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۶هـ ل

د غزني ولاړو اوبو فرعي سیندیزې حوزې ریاست مسؤلینو د دغه ولایت په ګیرو او اندړو ولسوالیو کې د کاریزونو او کانالونو د پاک‌کاري او سنګ‌کاري  پروژو د. . .

بیرته تګ

User account menu