د مسجد کلان 1 او 2 سیند د سواحلو تحکیم

MEW-Media
د مسجد کلان 1 او 2 سیند د سواحلو تحکیم

د سمنګان ولایت په مرکز کې د مسجد کلان سیند د سواحلو تحکیم، چی د دغه پروژه چارې ٪ ۹۵ سلنه بشپړه شوې او  د اوبو او انرژۍ وزارت اړوند د پروژو د انسجام ریاست تر کار لاندې ده.

د مسجد کلان سیند د سواحلو  لومړۍ برخه لګښت شاوخوا 307.268 امریکایی ډالرو او د هغه دوهمه برخه شاوخوا 374.983 امریکایی ډالرو دی چې د یو کورني ساختماني شرکت سره قرارداد شوی او د نړیوال بانک لخوا تمویل کیږي.

په ورته وخت کې د مسجد کلان سیند د سواحلو لومړۍ برخه د ۷۶۰ مترو او د مسجد کلان سیند د سواحلو  دوهم برخه د ۸۵۰ مترو په اوږدولی جوړ او استحکام کاری کیږي چی د دغه پروژې څخه شاوخوا ۱۰۰۰۰ کورنیو ګټه پورته کوی.

 

User account menu