په خوست ولایت کې د شاوخوا 2000 مترو په اوږدوالي د استنادي دېوالونو پروژې د پنځوس(50) میلیون افغانیو په ارزښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

mew-admin
4

د خوست ولایت مرکز اړوند په خټکي، دري خیلو، خدرپیرانو او وزیانو کلیو او د سپیرې ولسوالي اړوند په افغان دوبی او کاڼي کلیو کې د شاوخوا دوه زره(2000) مترو په اوږدوالي د استنادي دېوالونو د جوړولو پروژې د پنځوس(50) میلیون افغانیو په ارزښت د خوست ولایت د شمل خرم سیندیزې فرعي حوزې رئیس مولوي عبدلقیوم ثابت، په افغانستان کې د اف، اې، او سازمان رئیس ریچارد ترانچارد او یو شمیر سیمه ییزو مسئولینو او قومي مشرانو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د یادونې وړ ده، چې نوموړې پروژې د اف، اې، او سازمان په مالي ملاتړ د شمل خرم سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې پلي شوې، چې پکې سلګونو کسانو ته د کار زمینه چمتو شوې وه او زرګونه جریبه کرنیزې ځمکې به د سیلابونو له ګواښ څخه خوندي شي.

User account menu