خبرونه
خوست ولایت کې د ۸ کارېزونو د پاک کاري او بیارغولو چارې د څه باندې ۶۴ زره امریکايي ډالرو په لګښت پیل شوې
د خوست ولایت مرکز او صبریو ولسوالي اړوند د ۸ کارېزونو د پاک کاري او بیارغولو چارې د خوست د اوبو او انرژي رئیس الحاج مولوي عبدالقیوم ثابت، د یونېسکو نړیوالې مؤسسې مسؤولینو، علماء کرامو،. . .
غزني ولایت کې د بهائي کانال چارې ۷۵ سلنه پرمخ تللې دي
د غزني د اوبو او انرژي ریاست تخنیکي ټیم د دغه ولایت د اجرستان ولسوالي اړوند د عباس خېلو کلي د بهائي کانال د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د غوره پرمخ وړلو. . .
د هریرود- مرغاب عمومي حوزوي رئيس له اوبو څخه پر معقولې ګټې اخیستنې باندې ټینګار وکړ
د هریرود- مرغاب عمومي حوزوي رئيس محترم مولوي عبدالسلام مستوفي آغا او د هرات د اوبو او انرژي رئيس محترم سردار عزیزي او ورسره مل تخنیکي ټیم په هغه ناسته کې چې په انجیل ولسوالي کې د هغې. . .
زابل ولایت کې د یوه چکډم پروژه د څه باندې ۳ میلیونه افغانیو په لګښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د زابل ولایت د خاک افغان ولسوالي په ګزک کلي کې د یوه چکډم پروژه د ۳ میلیونه، ۱۶۴ زره او ۵۲۰ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د نوموړې پروژې ګټې ته په سپارلو سره به. . .
د جوزجان د اوبو او انرژي نوی رئيس او تخنیکي سلاکار همکارانو ته ور وپېژندل شول
د ا.ا.ا د ریاست الوزرا د لوړ مقام د منظوري پر بنسټ، محترم مولوي احمدشاه عبیده د جوزجان د اوبو او انرژي د رئيس او محترم ملا سعدالدین سلیمي د هغه ریاست د تخنیکي سلاکار په توګه وټاکل شول. . .
د کندز او بدخشان ولایتونو د ځمکې لاندې اوبو زېرمو د کیفیت د ارزونې په هکله خبرې، اترې وشوې
د پنج آمو عمومي حوزوي رئيس محترم مولوي عبدالحکیم حاجي حکمت د اوبو او انرژي وزارت د اوبو سرچینو د لابراتوار او څېړنو ریاست له تخنیکي ټیم سره وکتل او د کندز او بدخشان ولایتونو د ځمکې. . .
د کاپیسا ولایت د نجراب سیند د ټینګښت پروژه د نږدې دوه میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوه
د نجراب سیند د ټينګښت پروژه د کاپيسا ولایت د نجراب ولسوالي په جورغل کلي کې د ۱ میلیون او ۷۰۰ زره افغانیو په لګښت د کاپیسا د اوبو او انرژي ریاست د مسؤلینو، د نوموړې ولسوالي د مرستیال. . .
د اوبو او انرژي وزیر د دغه وزارت د دعوت او ارشاد ریاست په اصلاحي او روزنیز سمینار کې مسؤلین او کارمندان مسؤلیتمنلو، رښتینولي او اطاعت ته وهڅول
د دعوت او ارشاد اصلاحي او روزنیز سمینار د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور، د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده او د دغه وزارت د سلاکارانو، رئيسانو او کارمندانو. . .
لوګر ولایت کې د برکي برک سربند د ساتنې او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه
د لوګر د اوبو او انرژي رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل ټیم د برکي برک سربند د ساتنې او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د غوره. . .