کونړ ولایت کې د وطلي کانال چارې ۵۰ سلنه پرمخ تللې دي

MEW-Media
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۷:۳
۱

د کونړ ولایت د اوبو او انرژي ریاست مسؤولینو د دغه ولایت په چپې درې کې د وطلي کانال د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره کړه.

د نوموړي کانال د جوړېدو چارې د اوبو او انرژي وزارت له پراختیايي بودجې څخه د ۷ میلیونه او ۸۱۷ زره او ۵۱۷ اعشاریه ۳۸ افغانیو په لګښت د یوه کورني شرکت له لوري او د کونړ ولایت د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي، او چارې یې اوس مهال ۵۰ سلنه پرمخ تللې دي.

د یادولو وړ ده چې د نوموړي کانال چارې به د دریوو میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۹:۷
Background image

غزني ولایت کې د دوو چکډمونو د جوړولو چارې د نږدې ۱۹ میلیونه افغانیو په لګښت پيل شوې

د غزني ولایت په ګیلان ولسوالي کې د شینکي ۹ کاریزونو د دوو چکډمونو د جوړولو چارې د ۱۸ میلیونه، ۹۵۰ زره او ۳۴۵ افغانیو په لګښت پیل شوې.

نوموړي چکډمونه د ۵ متره په لوړوالي د شاوخوا ۸۰ زره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۵:۵۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د یونیسف له مشر او د واش برخې له مشرې سره د ځمکې لاندې او سطحي اوبو د مدیریت په هکله خبرې وکړې

د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي وزیر، محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده، په خپل کاري دفتر کې د یونیسف له مشر محترم ډاکټر تاج‌الدین او د واش برخې له مشرې آغلې فرای تونهما سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۰:۵
Background image

کندهار ولایت کې د برغني چکډم پروژه د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د کندهار ولایت په تخته‌پل ولسوالي کې د برغني چکډم پروژه د ۲ میلیونه ۱۵۴ زره او ۱۰۱ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

نوموړی چکډم د شاخوا ۴.۵ متره لوړوالي په درلودلو. . .

بیرته تګ

User account menu