کنړ ولایت کې د بریکوټ شامادم تحکیماتي پروژه د نږدې پنځه میلیونه افغانیو په لګښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۳ - ۸:۵۶
1

د کنړ ولایت په ناړۍ ولسوالي کې د بریکوټ شامادم تحکیماتي پروژې چارې د ۴میلیونه، ۹۱۱ زره او ۳۱۳ افغانیو په لګښت بشپړې او  د کنړ ولایت د اوبو او انرژي رئیس محترم ملا دوست محمد حنفي  او یو شمېر نورو سیمه ایزو مسؤلینو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

نوموړې پروژه ۱۹۰ متره اوږدوالی لري چې چارې یې د کنړ ولایت د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې د درې میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د یادونې وړ ده، چې د کنړ ولایت په ۱۴ ولسوالیو کې د تحکیماتو او چکډمونو په برخه کې یوه، یوه پروژه د کابو ۴۵ میلیونه افغانیو په ټولیز لګښت د اوبو او انرژي وزارت له بودجې پلي شوې،چې یو شمېر یې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې او ځینې نور یې به په نږدې راتلونکي ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۶:۱۷
Background image

ارزګان ولایت کې د آغاجان بند د جیوتخنیک او جیوفزیک مطالعات وڅېړل شول

محترم مولوی خلیل الرحمن عمري، د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس او ورسره مل تخنیکي ټیم د ارزګان ولایت چنارتو ولسوالي ته د آغاجان بند د محور د سیمې د جیوتخنیک او جیوفزیک مطالعاتو د څېړلو،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۴:۴۱
Background image

د غزني ولایت د سلطان بند د ساتنې او مراقبت پروژې چارې بېرته پیل شوې

د غزني ولایت د سلطان بند د ساتنې او مراقبت پروژې چارې چې د ۱۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت په ۱۴۰۴ هـ ل کال کې پیل شوې وي، او د ژمي د سړې هوا له کبله ځنډول شوې وي، بېرته پیل شوې.

اوسمهال د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۴:۳۸
Background image

د پکتیا د سیندیزې فرعي حوزې له رئيس سره د اوبو په برخه کې د پروژو د پلي‌کولو غوښتنې شریکې شوې

د پکتیا د اوبو او انرژي رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده د پکتیا ولایت د روحاني بابا ولسوالي له یو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره وکتل او د هغې ولسوالي د اوبو د مدیریت په موخه د. . .

بیرته تګ

User account menu