کندهار ولایت کې د یو استنادي دېوال او دوو پلچکونو د جوړولو چارې د څه باندې درې نیم میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

MEW-Media
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۳ - ۹:۶
1

د کندهار ولایت د میوند ولسوالي په ښامیر کلا کې د ۲۰۰ متره استنادي دېوال او دوو پلچکونو د جوړولو چارې د 3.6 میلیونه افغانیو په لګښت پيل شوې.

په دغه پروژه کې ګڼ شمېر خلکو ته د کار زمینه برابره شوې او  چارې به یې د ۲ میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د نوموړې پروژې چارې د ملګرو ملتونو د پراختیایي دفتر په مالي لګښت د کندهار ولایت د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي، چې د چارو په بشپړېدو سره به یې کرنیزې ځمکې او ملکیتونه د سیلاب له ګواښ څخه خوندي شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۲۳
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې د شاوخوا ۳۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۱ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالي اړوند د نوښار په سیمه کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې چې د شاوخوا ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پرمخ وړل کېږي،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۴:۴۸
Background image

په هلمند ولایت کې د درمیان بند ودانیزې چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۸ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۰ هـ ل

د هلمند سیندیزې حوزې عمومي ریاست مسؤلینو د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالي کې د درمیان بند د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

یاد بند چې د ۳۵ متره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۳:۴۴
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۴/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۲۴ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د دوهمې حصې بهسودو ولسوالي اړوند په دامن خلیل کلي کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.

یاد. . .

بیرته تګ

User account menu