کابل ښار ته د پنجشیر او شاه او عروس بند د اوبو د لېږد پروژې د طرحې د وروستي کولو او غني کولو په موخه د همغږي ناسته ترسره شوه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۹ - ۱۷:۲۳
1

یاده ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده تر مشرې لاندې د اوبو رسولو ریاست د مسؤلینو او د اوبو او انرژي، کلیو پراختیا، کرهڼې، اوبو لګولو او مالداري وزراتونو د تخنیکي انجنیرانو په ګډون د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معینیت د غونډو په تالار کې ترسره شوه.

په یاده ناسته کې، د کابل ښاریانو لپاره د څښاک اوبو د برابرولو په موخه له پنجشیر سیند او د کابل ولایت په شکر درې ولسوالي کې د شاه او عروس بند د طرحې د وروستي کولو او غني کولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

د اوبو ښاغلي معین د کابل ښاریانو لپاره د څښاک اوبو د  برابرولو د طرحې د چارو د وروستي کولو او غني کولو په موخه اړین هدایات او سپارښتنې وکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۵۰
Background image

جوزجان ولایت کې د آمو سیند څنډو د ټینګښت درې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د جوزجان ولایت د قرقین ولسوالي اړوند دینار کلي کې د آمو سیند څنډو د ټینګښت درې پروژې چې ۹۴۰ متره اوږدوالی لري، د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس محترم مولوي وکیل احمد نقي په شتون کې ګټې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۹:۴۴
Background image

د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس د جوزجان له والي سره وکتل

د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس محترم مولوي وکیل احمد نقي او ورسره مل پلاوي د جوزجان ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت له والي محترم الحاج مولوي عبدالله سرحدي سره یې وکتل.

 په دغه لیدنه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۴:۵۵
Background image

زابل ولایت کې د عمري ذخيروي بند د ساتنې او مراقبت پروژې چارې 75 سلنه پرمخ تللې دي

د ترنک قلات سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالکریم ذوالفقار او ورسره مل تخنیکي ټیم د دغه ولایت د مرکز اړوند د عمري ذخيروي بند د ساتنې او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه. . .

بیرته تګ

User account menu