ډير ژر به د کونړ ولایت د ساګي د بند ډيزاین چارې پيل شي

mew-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۲۲ - ۸:۴۷
123

د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس او د انرژي خدماتو ادارې سرپرست، ښاغلي انجینر خان محمد تکل په ولسي جرګه کې د کونړ ولایت د خلکو استازي ضياءالرحمن کشمیر خان سره په یاد ولایت کې د اوبو د پراختیايی پروژو په اړه خبرې وکړې.

په دغه لیدنه کې په کونړ ولایت کې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې د پراختيايی پروژو او په ځانګړي ډول د ساګي د بند د پروژې په اړه خبرې وکړې.

د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس د کونړ ولایت استازي ته ډاډ ورکړ چې په لنډ وخت کې به د ساګي د بند د ډيزاین چارې پيل شي او وروسته به یې د کار عملي چارې پيل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۴
Background image

په ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۸ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۹ هـ.ل

د هلمند سیندیزې عمومي حوزې ریاست او د ارزګان سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۴۴
Background image

په تخار ولایت کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۱۷ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۸ هـ ل

د تخار ولایت د درقد ولسوالي په یتیم تپه سیمه کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژه چې د هېواد د اوبیزو سرچینو د غوره او اغېزمن مدیریت په برخه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۷
Background image

له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې او ډیزاین چارې پرانیستل شوې

۱۴۴۸/۴/۱۶ هـ ق مطابق ۷/۷ ۱۴۰۵ هـ ل

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ورعاه د حکم په اساس د اوبو او انرژي وزارت له لوري له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې. . .

بیرته تګ

User account menu