پکتیکا ولایت کې د پلتو د اوبو بند د جوړولو چارې پيل شوې.

MEW-Media
دوشنبه ۱۳۹۹/۹/۲۴ - ۸:۵۶
22

د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئیس او د انرژۍ د خدمتو د ادارې سرپرست ښاغلي انجنیر خان محمد تکل چې د محلي ارګانونو خپلواکې ادارې مشر شمیم خان کټوازی، د افغانستان ملي پراختیا شرکت مشر عبدالرحمن عطاش، د مالیې وزارت معین عبدالحبیب ځدران، د پکتیکا والي ډاکټر مجیب الرحمن څمکني او په ولسي جرګه کې د پکتیکا استازي خالد اسد یې ملتیا کوله، د یو رسمي سفر په ترڅ کې په پکتیکا ولایت کې د پلتو د اوبو ذخیره کولو بند د جوړوېدو د بنسټ ډبره کېښوده.

ښاغلي تکل په خپلو خبرو کې وویل: "د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې رهبرۍ د افغانستان په سطحه متوازنې پراختیا ته ژمنه ده، موږ هڅه کوو چې د ټول هېواد پر کچه د اوبو مدیریت په برخه کې د چکډم، ګبیوني او استنادي دېوالونو، کانالونو، کاریزونو، سربندونو، کوچني، متوسط او لوې بندونه جوړ کړو، تر څو د هېواد اوبه مدیریت او هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شی".

هغه زیاته کړه،"اوس مهال په هېواد کې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې په سلګونه پروژې بشپړې شوي، همدارنګه تر کار لاندې او په سلګونه لویې او کوچنۍ پروژې په راتلوونکي پلان کې دي چې د له هغې ډلې څخه په لسګونه لوې بندونه دي چې يو شمېر به یې په روان کال کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي".

د پلتو د اوبو ذخیره کولو بند چې په پکتیکا ولایت کې موقعیت لري، د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې له بودیجې چې ١٧.٥ میلیونه امریکايي ډالره کیږي جوړیږی، چې ودانیزې چارې ېې د ملي پراختیا شرکت چې یو دولتي شرکت دی، مخته وړل کیږي.

د پلتو بند چې ۳۰ متره لوړوالی، ٢٣٢ متره اوږدوالی او ١٠٤ متره پلنوالی لري، د پکتیکا ولایت مرکز ښرنې ښار په ۱۲ کیلو مټرۍ کې د کرهڼې او د ځکمو خړوبولو او د موسمي اوبو ذخیره کولو په موخه جوړېږي.

د یادونې وړ ده چې دغه بند به په نورمال آبي کال کې ۸.۶ میلیون متره مکعبه اوبو ذخیره کولو ظرفیت ولري.

دغه بند د جوړیدو وروسته ۲۵۰۰ هکتاره ځمکه خړوبوي او شاوخوا ۸۰۰۰۰ کسان به ترې ګټه پورته کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۴
Background image

په ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۸ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۹ هـ.ل

د هلمند سیندیزې عمومي حوزې ریاست او د ارزګان سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۴۴
Background image

په تخار ولایت کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۱۷ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۸ هـ ل

د تخار ولایت د درقد ولسوالي په یتیم تپه سیمه کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژه چې د هېواد د اوبیزو سرچینو د غوره او اغېزمن مدیریت په برخه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۷
Background image

له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې او ډیزاین چارې پرانیستل شوې

۱۴۴۸/۴/۱۶ هـ ق مطابق ۷/۷ ۱۴۰۵ هـ ل

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ورعاه د حکم په اساس د اوبو او انرژي وزارت له لوري له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې. . .

بیرته تګ

User account menu