پکتیکا ولایت کې د دشت پارک ذخیروي بند او یوه چکډم لومړنۍ تخنیکي سروې ترسره شوه

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۹:۵۰
1

د پکتیکا د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو د دغه ولایت په یوسف‌خېلو ولسوالي کې د دشت پارک ذخیروي بند لومړنۍ تخنیکي سروې ترسره کړه.

نوموړی بند د ۴۰ متره په لوړوالي او ۲۳۰ متره په اوږدوالي سره جوړیږي، چې په جوړېدو سره به یې ۴ میلیونه، ۸۷۷ زره او ۲۲۱ اعشاریه ۱۳ متره مکعب اوبه زېرمه، او په یوسف‌خېلو، یحیی‌خېلو، بک‌خېلو او اومنې ولسواليو کې به پراخې کرنیزې ځمکې خړوبې او د ځمکې لاندې اوبه به هم پياوړي شي.

همدارنګه، د نوموړي ریاست مسؤلینو په مټاخان ولسوالي کې د لغړو چکډم تخنیکي سروې هم ترسره کړه.

نوموړی چکډم د ۶ اعشاریه ۵ متره په لوړوالي سره جوړیږي چې د چارو په بشپړېد سره به یې ۳۰ زره او ۷۴۴ اعشاریه ۶۰ متره مکعب اوبه زېرمه او د ځمکې لاندې اوبه به هم پياوړي شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

کابل ولایت کې د خنکوټ او د فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري بشپړه شوه

د کابل منځنۍ سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د اوبو ټولنو د ګټې اخیستونکو په مرسته د کابل ولایت د چهار آسیاب ولسوالي په قلعه مسلم سیمه کې د خنکوټ او فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۰
Background image

بادغیس ولایت کې د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د قلعه نو – بادغیس سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو او ورسره مل ولایتي ټاکل شوي پلاوي د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۷
Background image

ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند چارې کابو ۱۵ سلنه بشپړې شوې دي

د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس او ورسره مل تخنیکي ټیم د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu