پکتیا ولایت کې درې پروژې د څه باندې ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې او د دوو پروژو چارې د څه باندې ۴ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالي کې د بېټکې چکډم او ټرینجونو، د برملایانو کارېز د اوبو حوض، د شولګډ کاریز سربند او کانال پروژو چارې د ۱۵میلیونه، ۲۲۶ زره او ۸۲۰ افغانیو په لګښت د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور، د پکتیا مرستیال والي محترم شیخ انعام الله صلاح الدین، د پکتیا د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي محمد کریم فاتح او یو شمېر نورو سیمه ایزو مسؤلینو، قومي مشرانو او علماوو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې او د پکتیا ولایت په څمکنیو او لجه منګل ولسواليو کې د پل بنګښ او ډوډې هایدرولوژي سټيشنونو د ساتنې او مراقبت پروژې چارې د ۴ میلیونه، ۴۲۱ زره او ۷ افغانیو په لګښت پیل شوې.
د اوبو او انرژي وزیر د دغو پروژو په مراسمو کې د هغوی د ارزښت په هکله خبرې وکړې، او زیاته یې کړه، چې په راتلونکي کې به په هېواد کې د ۲۷ بندونو د جوړېدو چارې پیل شي.
همدغه راز، د پکتیا مرستیال والي د دغو پروژو په مراسمو کې د ولس د اړتیاوو په هکله مفصل ډول بحث وکړ او په پکتیا ولایت کې د سترو پروژو په تړاو معلومات وړاندې کړل.
په ورته مهال د پکتیا د اوبو او انرژي تخنیکي سلاکار د نوموړو پروژو په هکله اړین تخنیکي معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه، چې د نوموړو پروژو ګټې ته په سپارلو سره به په پکتیا ولایت کې سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه او سلګونه جریبه نوره ځمکه او استوګنیز کورونه د سیلابونو له ګواښ څخه خوندي شي.