پکتیا ولایت کي د دوو کانالونو او یو ترناب د پاکولو چارې پیل شوې
د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز اړوند د بالادې په سیمه کې د رحیم دادخیلو کانال او سربند او د دوابې کانال او ترناب د پاکولو چارې د پکتیا ولایت د سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې د پاملرني موسسې په مالي ملاتړ پیل شوې. د یادو کانالونو په پاکولو سره به ۱۳۵۰ جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه شي.