پکتيا پوهنتون کې زده کړیالانو ته د " پکتيا ولایت کې شته اوبه او د هغو غوره مدیریت" تر سرلیک لاندې ځانګړی سمینار دائر شو.

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱ - ۱۱:۴۸
1

د پکتیا ولایت د اوبو او انرژي رياست له لوري د پکتيا پوهنتون د علمي څېړنو معاونيت په همغږي سره په دغه پوهنتون کې د افغان نړۍ وال اسلامي پوهنتون د کرنې پوهنځي د دکتورا څانګې زده کړيالانو ته د "په دغه ولایت کې د شته اوبو او د هغو غوره مدیریت" تر سرلیک لاندې ځانګړی سمینار وړاندې شو.

په دغۀ سمینار کې د پکتیا پوهنتون د علمي څېړنو مرستیال پوهندوی دوکتور عبدالوهاب حکمت د سمینار برخوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ، په هیواد کې د شته اوبو او د اوبو څخه د ښې استفادې په هکله اړین معلومات هم شریک کړل.

په ورته مهال د پکتيا ولایت د اوبو او انرژي رياست سلاکار انجنیر فضل الرحيم رحيمي په دغهٔ سمینار کې د دغهٔ رياست د مسؤليتونو، لاسته راوړنو، پلانونو، د دغهٔ ولایت په کچه د شته اوبو سرچينو او فرصتونو په هکله هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۳:۵۴
Background image

د بغلان ولايت دوشي او مرکزي بغلان ولسوالیو کې د کانالونو د پاک کاري چارې پیل شوې

۸/۱۲/۱۴۴۷ هـ ق مطابق ۴/۳/۱۴۰۵ هـ ش

د بغلان ولايت دوشي او مرکزي بغلان ولسوالیو کې د کانالونو د پاک کاري چارې د بغلان ولایت د مرستیال والي مولوي محمد نبي غزنوي، د بغلان ولایت د فرعي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۵:۵۳
Background image

لوګر ولایت کې د تحکیماتي دېوال د جوړېدو چارې د څه باندې  ۲‎.۵ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوېc

۷/۱۲/۱۴۴۷ هـ ق مطابق ۳/۳/۱۴۰۵ هـ ش

لوګر ولایت کې د کمال خيلو کانال د څنډو د ټینګښت په موخه د استنادي دېوال پروژې چارې د لوګر د سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم قاري حجت الله زبير، د ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۱:۲۹
Background image

لغمان ولایت کې د پاچا جوی کانال د سربند رغنیزې چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

۴/۱۲/۱۴۴۷ هـ ق مطابق ۳۱/۲/۱۴۰۵ هـ ش

د لغمان ولایت سیندیزې فرعي حوزې، ولایت مقام او اقتصاد ریاست ګډ تخنیکي پلاوي د مهترلام اړوند د پاچا جوی کانال د سربند د رغنیزو چارو څخه څارنه وکړه.

. . .

بیرته تګ

User account menu