په کندز ولایت کې د وکیل جنګل کانال د ګبیوني تحکیماتو پروژه د شاوخوا درې سوه زره (300000) امریکایې ډالرو په ارزښت پرانیستل شوه

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۷ - ۱۴:۴۱
1

د کندز ولایت په قلعه ذال ولسوالي کې د وکیل جنګل کانال د ګبیوني تحکیماتو پروژه د شاوخوا درې سوه زره (300000) امریکایې ډالرو په ارزښت د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئیس انجنیر رفیع الله مجتبی، د FAO  دفتر استازي انجنیر مسعود تقي، د ولایت مقام استازي او د قلعه ذال ولسوالي د ولسوال په شتون کې پرانیستل شوه.

یاده پروژه د FAO دفتر په مالي ملاتړ د کمپاونډ بلډر شرکت له لوري د پنج آمو سیندیزې حوزې په همغږي سره پلي کېږي چې ګڼ شمېر هېوادوالو ته پکې د کار زمینه چمتو کېږي.

د یادولو وړ ده چې په یاده پروژه کې د 1200 متره په اوږدوالي، د 2.5 متره پراخوالي او د 4 متره په لوړوالي سره د ګبیونې تحکیماتو جوړول شامل دي چې چاري به یې د دري میاشتو په موده کې بشپړي شې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۵:۱۳
Background image

ننګرهار ولایت کې د دوو اوبیزو برېښنا بندونو د بیا رغونې سروې وشوه.

د ننګرهار ولایت د شیرزاد او حصارک ولسوالیو دوه کوچني اوبیز برېښنا بندونه چې د تجهیزاتو تخریب او تخنیکي ستونزو له امله له فعالیت څخه لوېدلي، د اوبو او انرژي ریاست تر چترلاندې د ختیځ زون. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۴:۵۸
Background image

لوګر ولایت کې د استنادي دیوال تخنيکي سروې ترسره شوه.

د لوګر ولایت د اوبو او انرژي ریاست تخنیکي ټیم د څرخ ولسوالي د آبځوښ سپين ديوال کلي د استنادي ديوال تخنيکي  سروې ترسره کړه.

ددغې پروژې په تطبیق سره به لسګونه جریبه کرنیزه ځمکه د سیلاب. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۰:۲
Background image

غزني ولایت کې د مسلم کټوازی پارک چارې ۳۰٪ بشپړې شوې دي.

د غزني ولایت اندړو ولسوالي سردې بند سواحلو کې د خصوصي پانګوال جمال مسلم له لوري د مسلم کټوازی پارک د جوړېدو چارې ۳۰٪ بشپړې شوې.

د یادې پروژې چارې د اوبو او انرژي ریاست ترڅارنې لاندې. . .

بیرته تګ

User account menu