په کاپيسا ولايت کې د څه د پاسه ١٥٠ زره امريکايي ډالرو په ارزښت د څلورو پروژو د جوړولو کار پيل شو

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۴ - ۱۴:۳۰
1

د کاپيسا د سیندیزې فرعي حوزې رئیس انجنير کاوه خروش له خپل تخنيکي ټيم سره د کاپيسا سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې په دغه ولايت کې د اف، ای، او مؤسسې په مالي مرسته د ١٥١ زره ١٨٢ امريکايي ډالرو په لګښت د څلورو پروژو چې د يوه کورني شرکت له خوا تر سره کیږي پیل وکړ.

په دغو پروژو کې د شېخ اب کانال د ۱۵۰ مترو په اوږدوالي د ګبیون دېوال، او د نوموړي کانال د ۳۹۲ مترو په اوږدوالي د استنادي دیوال، د ۱۸ مترو په اوږدوالي سربند، د ۹۰ مترو په اوږدوالي د سواحلو بیا رغونه، د ۲۴۰ مترو په اوږدوالي استنادي دېوال، د ۵ مترو په اوږدوالي د قل بابر پلونو جوړول، د ده بابي کانال د ۲۵۰۰ مترو په اوږدوالي او د ۱۵۰۰ مترو په اوږدوالي د صدیقي کانال پاکول.

د يادونې وړ ده، چې د يادو پروژو په جوړېدو سره به د اوبو د سرچينو د پیاوړتیا او دوامدار مديريت، د خاورې د تخريب او د کانالونو د بندېدو، د سيلابونو د مخنيوي او د لسګونه جريبه کرنيزو ځمکو د ساتنې او د کانالونو په اوږدو کې د سلګونو کورونو د ساتنې زمينه برابره شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۹
Background image

په پروان ولایت کې د پاواز کلي چکډمونو پروژو چارې څه باندې ۵۰ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۱/۴ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۳۰ هـ ل

د غوربند ـ چاریکار فرعي سیندیزې حوزې ریاست او د اړوندو ادارو ګډ تخنیکي ټیم د پروان ولایت د شېخ علي ولسوالي د پاواز کلي د چکډمونو پروژو د چارو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱
Background image

غزني ولایت کې د روانو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۲/۳۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۶هـ ل

د غزني ولاړو اوبو فرعي سیندیزې حوزې ریاست مسؤلینو د دغه ولایت په ګیرو او اندړو ولسوالیو کې د کاریزونو او کانالونو د پاک‌کاري او سنګ‌کاري  پروژو د. . .

بیرته تګ

User account menu