په کابل ښار کې د ځمکې لاندې اوبو سرچینو د ککړتیا او ورڅخه د بې رویې ګټې اخیستني د مخنیوي په هکله د عامه پوهاوي برنامه ترسره شوه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۲/۱۲ - ۱۱:۱۸
1

 یاده برنامه د اوبو او انرژي وزارت د ځمکې لاندې سرچینو رئيس محترم انجنیر عزیزالرحمن عزیز، د کابل ښاروالي د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال ښاغلي مولوي حبیب الرحمن منصور ، د کابل ښار د ۲۱ ناحیې د ګذر وکیلانو او خلکو په ګډون ترسره شوه.

په دې برنامه کې د ځمکې لاندې اوبو سرچینو د ککړتیا او ورڅخه د بې رویې ګټې اخیستنې د مخنیوي، د جذبي څاه ګانو د اهمیت او د کېندلو د څرنګوالي، په کابل ښار کې د ځمکې لاندې اوبو سرچینو د موجوده وضعیت او د ځمکې لاندې اوبو سرچینو د تغذیې او پیاوړتیا د لارو چارو په هکله بشپړ معلومات د یوه پرزنټیشن په ترڅ کې د ځمکې لاندې اوبو سرچینو د رئيس له خوا ګډون والو ته وړاندې شول.

په ورته مهال، د کابل ښاروالي د ټولنیزو او کلتوري چارو معین په یاده برنامه کې د کابل ښار د ۲۱ ناحیې له اوسیدونکو څخه و غوښتل چې د ځمکې لاندې اوبو سرچینو د پياوړتیا په موخه دې جذبي څاه ګان د خپلو اوسیدولوځایونو په انګړ کې وکني او د باران او واورې اوبه دې پکې وبهوي او د ځمکې لاندې اوبو سرچینو د ککړتیا او ورڅخه د بې رویې ګټې اخیستنې د مخنیوي په برخه کې د اسلام سپیڅلي دین د لارښوونو سره سم عمل وکړي

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۵۴
Background image

په لغمان ولایت کې د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

د لغمان ولایت د مرکز اړوند د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په یاده پروژه کې د ۲۷۰ متره په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۴۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو چارې ۳۳ سلنه پرمخ تللې دي

 

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو پروژه د اوبو او انرژي وزارت له مهمو او بنسټیزو پروژو څخه ده، چې په هغه ولایت کې د اوبیزو سرچینو د غوره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۶
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې چارې ۶۹ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴/۴/۱۴۴۸ هـ.ق مطابق ۵/۷/۱۴۰۵ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د لوګر ولایت په خروار ولسوالي کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د. . .

بیرته تګ

User account menu