په کابل ښار کې  د اوبو د شته ستونزو د هوارولو په موخه د کابل ښاروالي له مسؤلینو سره ناسته ترسره شوه

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۰ - ۹:۳۲
1

د کابل سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم انجنیر حبیب الرحمن حقپال، د اوبو چارو د تنظیم عمومي رئيس محترم انجنیر نعمان نثار، د اوبو د سرچینو عمومي رئيس محترم انجنیر نثاراحمد مموزي او د ځمکې لاندې اوبو رئيس محترم انجنیر عزیز الرحمن عزیز د کابل ښاروالي د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال محترم مولوي حبیب الرحمن منصور سره په کابل ښار کې د اوبو د شته ستونزو د هوارولو په موخه بحث او د اندونو تبادله ترسره کړه.

په دې ناسته کې، په کابل ښار کې د شنو ساحو د خړوبولو په موخه د ځمکې لاندې اوبو پر ځای د سطحي جریانونو او تصفیه شویو فاضلابو څخه ګټه اخیستنه، د اوبو په برخه کې د خپل سرو فعالیتونو منع کولو، عامه پوهاوي او یو شمېر نورو موضوعاتو په هکله اړین تصمیمونه ونیول شول او د اوبو څخه د اغیزمنې ګټې اخیستنې  او په کابل ښار کې د اوبو شته ستونزو د هوارولو په موخه پر ګډې همکاري باندې ټینګار وشو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۵۴
Background image

په لغمان ولایت کې د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

د لغمان ولایت د مرکز اړوند د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په یاده پروژه کې د ۲۷۰ متره په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۴۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو چارې ۳۳ سلنه پرمخ تللې دي

 

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو پروژه د اوبو او انرژي وزارت له مهمو او بنسټیزو پروژو څخه ده، چې په هغه ولایت کې د اوبیزو سرچینو د غوره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۶
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې چارې ۶۹ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴/۴/۱۴۴۸ هـ.ق مطابق ۵/۷/۱۴۰۵ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د لوګر ولایت په خروار ولسوالي کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د. . .

بیرته تګ

User account menu