په کابل ولایت کې د څه باندې 40 میلیونه افغانیو په ارزښت د چکډمونو د پلي کولو پروژو چارې پیل شوې

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۱ - ۱۶:۲
1

د نوموړو پروژو د پرانیستې مراسم د کابل ولایت په خاک جبار ولسوالي کې د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده، د کابل والي محترم شیخ محمد قاسم خالد، د کابل سیندیزې حوزې عمومي رئیس انجنیر حبیب الرحمن حقپال، د منځني کابل سیندیزې فرعي حوزې رئیس مولوي ولي محمد تائب، د خاک جبار ولسوال مولانا غلام صدیق دانش، مخورو او د وزارت د یو شمیر نورو تخنیکی مسئولینو په شتون کې ترسره شو.

په دغو مراسمو کې د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین د نوموړو پروژو د پلي کولو موخه د کابل ولایت په خاک جبار ولسوالي کې د ځمکې لاندې اوبو پیاوړتیا، د موسمې سیلابونو کنترول او د سیلابونو د ویجاړیو مخنیوی وباله.

په ورته مهال، د کابل والي په دغو مراسمو کې وویل، چې د افغانستان اسلامي امارت په هیواد کې شفافیت راوستی او د خدمتونو وړاندې کول یې په شعارونو نه بلکې په عمل کې ثابت کړی دی.

د دغو مراسمو په دوام کې د کابل سیندیزې حوزې عمومي رئیس انجنیر حبیب الرحمن حقپال هم د نوموړو پروژو ارزښت ته په اشارې سره د قراردادي شرکت څخه وغوښتل، چې د پروژو  د کیفیت په برخه کې لازیاته پاملرنه وکړي.

د یادونې وړ ده، چې د چکډمونو نوموړې پروژې به د کابل ولایت په ټولو ولسوالیو کې د اسلامي امارت په مالي لګښت سره پلي شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۵۴
Background image

په لغمان ولایت کې د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

د لغمان ولایت د مرکز اړوند د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په یاده پروژه کې د ۲۷۰ متره په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۴۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو چارې ۳۳ سلنه پرمخ تللې دي

 

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو پروژه د اوبو او انرژي وزارت له مهمو او بنسټیزو پروژو څخه ده، چې په هغه ولایت کې د اوبیزو سرچینو د غوره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۶
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې چارې ۶۹ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴/۴/۱۴۴۸ هـ.ق مطابق ۵/۷/۱۴۰۵ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د لوګر ولایت په خروار ولسوالي کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د. . .

بیرته تګ

User account menu