په پکتیکا ولایت کې د یو شمېر پروژو چارې د څه باندې یو سلو اووه اویا زره آمریکايي ډالرو په ارزښت پیل شوې

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۳ - ۱۱:۴
1

د پکتیکا ولایت په یوسف خېلو ولسوالي کې د ۹ چکډمونو،8 social structure او ۶۳ زره ټربنچونو چارې د یو سلو اووه اویا زره او اته څلوېښت( ۱۷۷۰۴۸ )آمریکایي ډالرو په ارزښت د ګوملې سیندیزې فرعي حوزې او د ناروي کمېټې د مسؤلینو په شتون کې پیل شوې.

نوموړې پروژې د اوبو د مهارولو او د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا په موخه د یوسف خېلو ولسوالي په بېلابېلو سیمو کې پلي کېږي.

د دغو پروژو چارې چې د اف اې او سازمان په مالي ملاتړ د ناروي کمېټې له لوري د ګوملې سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي، پکې زرګونو کسانو ته د کار زمینه چمتو شوې ده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۶
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې چارې ۶۹ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴/۴/۱۴۴۸ هـ.ق مطابق ۵/۷/۱۴۰۵ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د لوګر ولایت په خروار ولسوالي کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۵:۲۸
Background image

د اوبو او انرژي وزیر صاحب د ارزګان له والي سره د پراختیایي پروژو په اړه لیدنه او خبرې وکړې

 ۱۴۴۸/۴/۱۳هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۴هـ ل

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب په خپل کاري دفتر کې د ارزګان ولایت له والي محترم مولوي شمس‌الدین شریعتي صاحب سره لیدنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۲۳
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې د شاوخوا ۳۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۱ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالي اړوند د نوښار په سیمه کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې چې د شاوخوا ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پرمخ وړل کېږي،. . .

بیرته تګ

User account menu