په پکتیا ولایت کې د 115528 امریکایې ډالرو په ارزښت د درک کانال او سربند د جوړولو پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۴ - ۱۴:۹
1

د نوموړې پروژې د ګټې اخیستنې مراسم د پکتیا ولایت مرستیال والي الحاج شیخ انعام الله صلاح الدین، د پکتيا سينديزې فرعي حوزې رئيس الحاج مولوي محمد کريم فاتح، د پکتیا ولایت د اقتصاد رئيس مولوي محمد انور راشد، د سید کرم ولسوالي ولسوال الحاج قاري علي محمد مجاهد، د اړيکو دفتر ولايتي مسئول انجنير شريف الله ايوبي او یو شمیر نورو سيمه ييزو مسئولینو او  قومي مشرانو په شتون کې ترسره شوه.

نوموړې پروژه د پکتیا ولایت د سید کرم ولسوالي په کوه سين کلي کې د یو سلو پنځلس زره پنځه سوه اته ویشت(115528) امریکایې ډالرو په ارزښت د سویس پراختیایې همکاریو ادارې په مالي ملاتړ، د اړیکو دفتر په تخنیکي همکاري او د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې ترسره شوه.

د یادونې وړ ده، چې په نوموړې پروژې کې د 17.6 مترو په اوږدوالي، د 10.4 مترو سور او د 4.4 مترو په ژوروالي سره د درک سربند او د نوموړې سربند دواړو لورو ته د 146 مترو په اوږوالي د استنادي دېوالونو او د 118 مترو په اوږدوالي د درک کانال جوړول شامل دي، چې زرګونه جریبه کرنیزې ځمکې به خړوبې او د سیلابونو له ګواښ څخه خوندي شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۵۴
Background image

په لغمان ولایت کې د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

د لغمان ولایت د مرکز اړوند د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په یاده پروژه کې د ۲۷۰ متره په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۴۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو چارې ۳۳ سلنه پرمخ تللې دي

 

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو پروژه د اوبو او انرژي وزارت له مهمو او بنسټیزو پروژو څخه ده، چې په هغه ولایت کې د اوبیزو سرچینو د غوره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۶
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې چارې ۶۹ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴/۴/۱۴۴۸ هـ.ق مطابق ۵/۷/۱۴۰۵ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د لوګر ولایت په خروار ولسوالي کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د. . .

بیرته تګ

User account menu