په نغلو کې د لس میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژه پرانیستل شوه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۸ - ۱۷:۳۵
1

دغه پروژه د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور، د اسلامي امارت د لوړ پوړو مسؤلینو، د عوفي بهرام شرکت مسؤلینو او د اوبو او انرژي وزارت د رئیسانو او انجنیرانو په شتون کې پرانیستل شوه.

د افغانستان د اسلامي امارت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د دغې پروژې د پرانیستې پر مهال د دې پروژې پلي کول  په هېواد کې د انرژي د پراختیا په لاره کې یو مثبت ګام وباله او یادونه یې وکړه، چې اسلامي امارت هوډ لري چې په راتلونکي کې د انرژي په برخه کې نورې پروژې هم پلي کړي.

په ورته مهال، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم ملا عبداللطیف منصور د دغې پروژې اغېزمنتیا ته په لنډ ډول نغوته وکړه او زیاته یې کړه چې  د انرژي پراختیا د اهمیت له پلوه  د افغانستان د اسلامي امارت په لومړیتوبونو کې ځای لري او اوسمهال له هره پلوه په دې برخه کې د پانګونې لپاره زمینه چمتو ده.

همدغه راز، د عوفي بهرام شرکت مسؤل په دغه برنامه کې یادونه وکړه، چې مونږ د انرژي د تولید په پروژو کې همکاري او د پانګونې پراختیا ته ژمن یو او نورو ټولو پانګوالو ته بلنه ورکوو چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

همدارنګه د وزارت د مقام سلاکار محترم ډاکټر فاروق اعظم د انرژي د ارزښت او اړتیا په هکله خبرې وکړې او برېښنا انرژي یې د هېواد له اړینو اړتیاوو څخه وباله.

د یادونې وړ ده، چې دغه د لمریزې برېښنا انرژي د تولید ۱۰ میګاواټه پروژه د اوبو او انرژي وزارت له خوا د عوفي بهرام د کانونو د پروسس او را ایستلو شرکت په پانګونې سره د کابل ولایت د نغلو په سیمه کې د ۱۰ میاشتو په موده کې پلي کېږي، چې له پلي کېدو وروسته یې  برېښنا عمومي شبکې ته نښلول کېږي او د کابل او جلال آباد اوسیدونکي به ورڅخه برخمن شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۳:۳۱
Background image

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین د اوبو ښاري مدیریت مرکز د سیمه‌ ييزو چارواکو په ۱۴مه ناسته کې آنلاین ګډون وکړ.

 

۱۳/لیندۍ /۱۴۰۴ هـ ش

د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي وزارت معین محترم مجیب‌ الرحمن عمر آخندزاده، د یونسکو ترچترلاندې د اوبو ښاري مدیریت مرکز د سیمه‌ ييزو حاکمانو په څوارلسمه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۱:۵۲
Background image

غور ولایت کې یو چکډم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د غور ولایت مرکز فیروزکوه اړوند د پیلوی سرخ په کلي کې د یوه چکډم چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د نوموړي چکډم چارې د اوبو او انرژي وزارت له پراختیائې بودجې څخه د دري میلیونه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۰:۵
Background image

لوګر ولایت کې د برکي برک ولسوالي اړوند د تګاب د سيمي د استنادي ديوالونو لومړنۍ سروې ترسره شوه.

د  لوګر د اوبو او انرژي ریاست تخنیکي ټیم د برکی برک ولسوالي د تګاب په  سیمه کې د استنادي ديوالونو لومړنۍ، اقتصادي، ټولنیزه، چاپيریالي سروي ترسره کړه. چې د یادو استنادي ديوالونو په. . .

بیرته تګ

User account menu