په بدخشان ولایت کې د ۱۲ ویجاړشویو کانالونو د حفظ او مراقبت پروژې چارې د ۱۴.۵ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۱۱:۱۶
۱

۱۴۴۸/۶/۱۲ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۹/۲ هـ.ل

په بدخشان ولایت کې د رباط، کمانګران، دشت فرغامنج، ترنګ، محله، خشدریو، مظفري، دره ناوې، شاخدان، تیکه شاخدان، دشت هود او سیفون راغ کانالونو د حفظ او مراقبت پروژې چارې د ۱۴.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي ریاست د مسؤلینو په شتون کې پيل شوې.

د یادې پروژې د چارو په بشپړېدو سره به د سیمې اوسېدونکو ځمکې په منظم ډول خړوبې او د اوبو د ضایعاتو کچه راکمه شي.

د یادونې وړ ده، د دغې پروژې چارې به په څلورو میاشتو کې بشپړې شي.
 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۵:۱۸
Background image

د سمنګان ولایت د چله‌مزار کانال پروژې چارې ۶۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۶/۱۳ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۹/۳ هـ.ل

د سمنګان د خلم – ایبک سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د کښتنۍ دره صوف ولسوالي د چله‌مزار کانال پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه

د یادې پروژې چارې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۴:۳۱
Background image

د ارزګان ولایت د شفلوغ بند چارې ۴۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۶/۱۳ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۹/۳ هـ.ل

د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژه چې په هېواد کې د اوبو د مدیریت په برخه کې  د اوبو او انرژي وزارت یو له اړینو پروژو څخه ده، چارې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۱۲:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د مقرب چکډیم پروژې چارې ۹۸ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۶/۱۲ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۹/۲ هـ.ل

د غزني سیندیزې فرعي حوزې ولاړو اوبو ریاست مسؤلینو د ګیلان ولسوالي اړوند د مقرب چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یادې پروژې چارې چې د ۷۹. . .

بیرته تګ

User account menu