په لغمان ولایت کې د یو لوی او 51 وړو سربندونو د جوړولو چارې د دوولس نیم(12,5) میلیونه افغانیو په ارزښت پرانیستل شوې

mew-admin
شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۵ - ۱۰:۲۴
1

د لغمان ولایت مرکز اړوند په علیشنګ او کرنج کلیو کې د 36 مترو په اوږدوالي د یو لوی سربند او د 51 وړو سربندونو د جوړولو چارې د دوولس نیم(12,5) میلیونه افغانیو په ارزښت، د لغمان والي الحاج قاري زین العابدین عابد، د لغمان سیندیزې فرعي حوزې رئیس مولوي شیرجان راشدي او یو شمیر نورو سیمه ییزو مسئولینو په شتون کې پرانیستل شوې.

د یادونې وړ ده، چې نوموړې پروژې د خوړو نړیوال سازمان په مالي ملاتړ د لغمان سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې د اف، جې، ای مؤسسې له لوري پلي کېږي، چې پکې 250 تنو ته د کار زمنیه چمتو کېږي او د چارو په بشپړیدو سره به یې د نوموړو کلیو 2000 جریبه کرنیزې ځمکې خړوبې شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۶
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې چارې ۶۹ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴/۴/۱۴۴۸ هـ.ق مطابق ۵/۷/۱۴۰۵ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د لوګر ولایت په خروار ولسوالي کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۵:۲۸
Background image

د اوبو او انرژي وزیر صاحب د ارزګان له والي سره د پراختیایي پروژو په اړه لیدنه او خبرې وکړې

 ۱۴۴۸/۴/۱۳هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۴هـ ل

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب په خپل کاري دفتر کې د ارزګان ولایت له والي محترم مولوي شمس‌الدین شریعتي صاحب سره لیدنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۲۳
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې د شاوخوا ۳۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۱ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالي اړوند د نوښار په سیمه کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې چې د شاوخوا ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پرمخ وړل کېږي،. . .

بیرته تګ

User account menu