په لغمان ولایت کې به د دوو بندونو (وطن ګټو او کله ګوش) جوړونې چارې ډیر ژر پیل شي.

MEW-Media
چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۵ - ۸:۴۸
2121

په لغمان ولایت کې به د دوو بندونو (وطن ګټو او کله ګوش) جوړونې چارې ډیر ژر پیل شي.

د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئیس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل په خپل کاري دفتر کې د ولس استازي او د ولسي جرګې مالي، بودجې، عمومي محاسباتو او بانکونو چارو کمیسیون لوی رئیس الحاج قاضي میر افغان صافي سره د اوبو مدیریت پراختیايي پروژو په اړه لیدنه ترسره کړه.

د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئیس ښاغلي تکل له ښاغلي صافی سره په لیدنه کې په پراختیايي بودیجه کې د وطن ګټو، کله ګوش او د شاهي کانال د پاتې لاټونو پروژو شاملولو او د تدارکاتو په پروسه کې د ولسي جرګې مالي، بودجې، عمومي محاسباتو او بانکونو چارو کمیسیون لوی رئیس الحاج قاضي میر افغان صافي له همکارۍ څخه مننه او قدرداني وکړ، او زیاته یې کړه " چې په نږدې راتلوونکې کې به د دې دوه پروژو کار د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې لخوا شروع شي".

په همدې حال کې ولسي جرګې مالي، بودجې، عمومي محاسباتو او بانکونو چارو کمیسیون لوی رئیس الحاج قاضي میر افغان صافي د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې د رهبرۍ کړنې بې سابقه او د ستایلو وړ یادې کړې.

د یادونې وړ ده چې د دې دوه بندونو په جوړیدو سره به نږدې ۱۰۰ میلیونه متره مکعب اوبه ذخیره، او ۲۴ زره هکټاره څخه زیاته ځمکه به تر خړوبونې لاندې نیسي.

همدا شان دا دواړه بندونه په ټولیزه توګه د ۲۴ میګاواټه بريښنا د تولید ظرفیت لري.

د یادونې وړ ده چې دغه بندونه به د ملي پراختیا شرکت لخوا په سیمه کې تطبیق شي.

د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۴۴
Background image

په تخار ولایت کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۱۷ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۸ هـ ل

د تخار ولایت د درقد ولسوالي په یتیم تپه سیمه کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژه چې د هېواد د اوبیزو سرچینو د غوره او اغېزمن مدیریت په برخه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۷
Background image

له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې او ډیزاین چارې پرانیستل شوې

۱۴۴۸/۴/۱۶ هـ ق مطابق ۷/۷ ۱۴۰۵ هـ ل

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ورعاه د حکم په اساس د اوبو او انرژي وزارت له لوري له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۵۴
Background image

په لغمان ولایت کې د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

د لغمان ولایت د مرکز اړوند د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په یاده پروژه کې د ۲۷۰ متره په. . .

بیرته تګ

User account menu