په غزني ولایت کې د یوه بند لومړنۍ سروې او دوو چکډمونو، د اوبو رسولو دریو شبکو او د یوه کانال او سربند تخنیکي سروې ترسره شوه

د کابل عمومي حوزوي ریاست او د غزني د اوبو او انرژي ریاست ګډ تخنیکي ټیمونو د غزني ولایت په ګیرو، اندړو او قره باغ ولسوالیو کې د یوه بند لومړنۍ سروې او د دوو چکډمونو، یوه استنادي دېوال، د اوبو رسولو دریو شبکو او د یوه کانال او سربند تخنیکي سروې ترسره کړه.
د نوموړو پروژو په پلي کېدو سره به په یادو ولسوالیو کې د اوبو په برخه کې د خلکو ستونزه تر یوه بریده هواره او د ځمکې لاندې اوبه پياوړي شي.