په غزني ولایت کې د کابو ۴۰۰ زره آمریکایي ډالرو په ارزښت د یوې پروژې چارې پيل شوې

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۴ - ۹:۴۴
1

د یادې پروژې چارې د کابو ۴۰۰ زره آمریکایي ډالرو په ارزښت د غزني والي محترم مولوي محمد امین جان عمري، د غزني سیندیزې فرعي حوزې ولاړو اوبو رئیس محترم مولوي اسدالله منصوري او د یاد ولایت د یو شمېر نورو سیمه ییزو مسؤلینو په ګډون پرانیستل شوې.

په نوموړي پروژه کې د مرکز اړوند د بازار کانال د سربند ، د قره باغي کانال او سربند ، اندړ ولسوالي کې د ناني بازار په سیمه کې د سیلابونو د زیانونو د مخنیوي لپاره د استنادي دیوال  او د واغظ ولسوالي اړوند د ساربان او باغ کډې کلیو  کې د استنادي دیوالونو  جوړول شامل دي.

د یادې پروژې په پرانیست غونډه کې د غزني والي د پروژې د چارو پر کیفیت او چټکتیا باندې ټینګار وکړ.

د دې پروژې چارې چې د UN-FAO سازمان په مالي ملاتړ د غزني سیندیزې فرعي حوزې د ولاړو اوبو تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي، پکې ګڼو کسانو ته د کار زمینه چمتو شوې ده.

د یادې پروژې په بشپړېدو سره به د زرګونو جریبه کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره زمینه چمتو  او د سیلابونو د شوني زیانونو څخه مخنیوی وشي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۵۴
Background image

په لغمان ولایت کې د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

د لغمان ولایت د مرکز اړوند د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په یاده پروژه کې د ۲۷۰ متره په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۴۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو چارې ۳۳ سلنه پرمخ تللې دي

 

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو پروژه د اوبو او انرژي وزارت له مهمو او بنسټیزو پروژو څخه ده، چې په هغه ولایت کې د اوبیزو سرچینو د غوره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۶
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې چارې ۶۹ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴/۴/۱۴۴۸ هـ.ق مطابق ۵/۷/۱۴۰۵ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د لوګر ولایت په خروار ولسوالي کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د. . .

بیرته تګ

User account menu