په سمنګان ولایت کې د یو کانال، یو استنادي دېوال او یو پل د جوړولو پروژه د 6521615 افغانیو په ارزښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۰ - ۱۰:۳۴
1

د سمنګان ولایت مرکز ایبک ښار اړوند په ناجو پس کنده کلي کې د یو کانال، یو استنادي دېوال او یو پل د جوړولو پروژه د شپږ میلیونه پنځه سوه یوویشت زره شپږ سوه پنځه لس (6521615) افغانیو په ارزښت د خلم ایبک سیندیزې فرعي حوزې رئیس ملا محمد عمر انس، د اکتید دفتر مسئولینو او سپین ږیرو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په یاده پروژه کې د 240 متره په اږدوالي، 0.8 متره سور او 1 متر ژوروالي سره د یو کانال جوړول؛ د 170 متره په اوږدوالي د یو استنادي دېوال او د 21 متره په اوږدوالي او 1.9 متره سور د یو پل جوړول شامل دي چې پکې ګڼ شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه چمتو شوې وه.

یاده پروژه د 600 جریبه کرنیزې ځمکې د خړوبولو، د سیمي خلکو د تګ راتګ ستونزو د حل او د سیلابونو د خطراتو مخنېوي په موخه ترسره شوه.

د یادولو وړ ده چې یاده پروژه د ناروي د بهرنیو چارو وزارت په مالي ملاتړ د اکتید دفتر له لوري ترسره شوه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۴:۳۶
Background image

بادغیس ولایت کې د یوه چکډم پروژه د نږدې دوه میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۱/۶هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۱ هـ ل

د بادغیس ولایت د آبکمري ولسوالي د زوپدې کلي چکډم پروژه د ۱ میلیون، ۷۸۶ زره او ۷۸۰ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

یاد چکډم د ۲۳.۴ . . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۹
Background image

په پروان ولایت کې د پاواز کلي چکډمونو پروژو چارې څه باندې ۵۰ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۱/۴ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۳۰ هـ ل

د غوربند ـ چاریکار فرعي سیندیزې حوزې ریاست او د اړوندو ادارو ګډ تخنیکي ټیم د پروان ولایت د شېخ علي ولسوالي د پاواز کلي د چکډمونو پروژو د چارو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

بیرته تګ

User account menu