په خوست ولایت کې د یو کانال د جوړولو چارې د یو سلو پنځه اویا زره ډالرو (175000) په ارزښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱/۹ - ۱۱:۴
1

د خوست ولایت د علیشیرو ولسوالي په خادمي سیمه کې د یو کانال چارې د 1375 مترو  په اوږدوالي سره د یو سلو پنځه اویا زره ډالرو (175000) په ارزښت، د شمل خرم سیندیزې فرعي حوزې رئیس، د علیشیرو ولسوالي ولسوال، د اړیکو دفتر انجنیرانو او قومي مشرانو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د یادې پروژې چارې د شمل خرم سیندیزې فرعي حوزې په تخنیکي همکاري او د سویس هېواد د مرستو پرمختیایې ادارې په مالي ملاتړ د اړیکو دفتر له لوري د څلورو میاشتو په موده کې بشپړي شوې.

د یادولو وړ ده، چې یاد کانال د 1320 جریبه کرنیزې ځمکې د خړوبولو وړتیا لري او 3840 کسه به ترې برخمن شې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۵۴
Background image

په لغمان ولایت کې د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

د لغمان ولایت د مرکز اړوند د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په یاده پروژه کې د ۲۷۰ متره په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۴۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو چارې ۳۳ سلنه پرمخ تللې دي

 

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو پروژه د اوبو او انرژي وزارت له مهمو او بنسټیزو پروژو څخه ده، چې په هغه ولایت کې د اوبیزو سرچینو د غوره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۶
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې چارې ۶۹ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴/۴/۱۴۴۸ هـ.ق مطابق ۵/۷/۱۴۰۵ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د لوګر ولایت په خروار ولسوالي کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د. . .

بیرته تګ

User account menu