په خوست ولایت کې د یو چکډم د جوړېدو چارې د نږدې دوه(2) میلیون افغانیو په ارزښت پیل شوې

mew-admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۳ - ۲۰:۴۶
1

د خوست ولایت د تڼيو ولسوالۍ اړوند د ترخيلو کلي چکډم د جوړېدو چارې د یو میلیون او نه سوه یو اتیا زره درې سوه شپږ نوې(1981396) افغانيو په ارزښت د یاد ولایت د شمل خرم سیندیزې فرعي حوزې رئیس محترم مولوي عبدالقیوم ثابت، د یاد ریاست تخنیکي سلاکار انجنیر مجاهدالله مشفق، يو شمیر سیمه ییزو مسئولینو او د تڼيو ولسوالۍ قومي مشـرانو په شتون کې پیل شوې.

نوموړی چکډم د اوبو او انرژي وزارت په مالي لګښت د 26 مترو په اوږدوالي، د تهداب په شمول د 6,5 مترو په لوړوالي، په تهداب کې د 4 مترو او په سر کې د 80 سانتي مترو په سور  سره د مسيد ودانيز شرکت له لوري د دوو مياشتو په موده کې جوړيږي.

 په نوموړې پروژې کې لسګونو کاریګرو ته د کار زمینه چمتو کيږي او د چارو په بشپړېدو سره به یې لسګونه جریبه کرنیزې ځمکې د سیلابونو له ګواښ څخه خوندي شي.

د یادونې وړ ده، چې اوسمهال په خوست ولایت کې د څه باندې 16 ميليون افغانیو په ارزښت د 8 چکډمونو د جوړوېدو چارې روانې دي او په یاد ولایت کې به د 7 نورو چکډمونو د جوړېدو چارې هم ډير ژر پیل شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۵:۲۸
Background image

د اوبو او انرژي وزیر صاحب د ارزګان له والي سره د پراختیایي پروژو په اړه لیدنه او خبرې وکړې

 ۱۴۴۸/۴/۱۳هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۴هـ ل

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب په خپل کاري دفتر کې د ارزګان ولایت له والي محترم مولوي شمس‌الدین شریعتي صاحب سره لیدنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۲۳
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې د شاوخوا ۳۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۱ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالي اړوند د نوښار په سیمه کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې چې د شاوخوا ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پرمخ وړل کېږي،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۴:۴۸
Background image

په هلمند ولایت کې د درمیان بند ودانیزې چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۸ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۰ هـ ل

د هلمند سیندیزې حوزې عمومي ریاست مسؤلینو د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالي کې د درمیان بند د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

یاد بند چې د ۳۵ متره. . .

بیرته تګ

User account menu