په خوست ولایت کې د وام مقبل کلي چکډم د جوړېدو چارې د 2140000 افغانیو په ارزښت پیل شوې

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۶ - ۱۰:۵۳
1

د خوست ولایت د نادرشاه کوټ ولسوالي د وام مقبل کلي چکډم د جوړېدو چارې د دوه میلیونه، یو سلو څلویښت زره(2140000) افغانیو په ارزښت د یاد ولایت د شمل خرم سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقیوم ثابت او ورسره مل تخنیکي ټیم، د نادرشاه کوټ ولسوال محترم حیات الله کاروان او یو شمیر سیمه ییزو مسئولینو، علماوو او مخورو په شتون کې پیل شوې.

د شمل خرم سیندیزې فرعي حوزې رئیس د نوموړي چکډم د چارو په پرانیست غونډه کې د خوست ولایت اوسیدونکو ته د غوره خدمت رسونې او د لازیاتو عام المنفعه پروژو د پلي کولو ډاډ ورکړ او د قراردادي شرکت څخه یې وغوښتل، چې د نوموړې پروژې چارې دې په ښه کیفیت سره ترسره کړي.

د یادونې وړ ده، چې نوموړی چکډم د اوبو او انرژي وزارت په مالي لګښت د یونیورسل سټار ودانیز شرکت له لوري د 26 متره په اوږدوالي، د تهداب په شمول د 7 متره په لوړوالي، په تهداب کې د 4,5 متره او په سر کې د 60 سانتي متره په سور سره جوړیږي.

نوموړی چکډم د شاوخوا لس زره(10000) متره مکعبه اوبو په ذخیره کولو سره به 235 جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه او لسګونه جریبه کرنیزه ځمکه به د سیلابونو له ګواښ څخه خوندي کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۵۴
Background image

په لغمان ولایت کې د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

د لغمان ولایت د مرکز اړوند د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په یاده پروژه کې د ۲۷۰ متره په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۴۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو چارې ۳۳ سلنه پرمخ تللې دي

 

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو پروژه د اوبو او انرژي وزارت له مهمو او بنسټیزو پروژو څخه ده، چې په هغه ولایت کې د اوبیزو سرچینو د غوره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۶
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې چارې ۶۹ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴/۴/۱۴۴۸ هـ.ق مطابق ۵/۷/۱۴۰۵ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د لوګر ولایت په خروار ولسوالي کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د. . .

بیرته تګ

User account menu