په بهرنیو چارو وزارت کې د اوبو، امنیت، سولې او د اقلیم بدلونونو تر عنوان لاندې د اوبو متخصصانو او پالیسۍ جوړونکو ګډه ناسته

mew-admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۴ - ۸:۴۵
اخبار

د اوبو او انرژي وزارت متخصصانو او د بهرنیو چارو وزارت چارواکو ترمنځ د اوبو، امنیت، سولې او د اقلیم بدلونونو تر عنوان لاندې ګډه ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو مرستیال ښاغلی انجنیر خان محمد تکل، د امنیتی همکاریو او د سرحداتو چارو عمومی رییس او یو شمیر نورو نړیوالو کارپوهانو په حضور سره د بهرنیو چارو وزارت لخوا ترسره شوه.

په دغه ناسته چی د پوهاوي د سطحی لوړول، تخنیکي ظرفیت لوړول او د تخنیکي او پالیسۍ جوړونکو کارمندانو ترمنځ غوره همغږي په موخه جوړه شوې وه، او د پولو څخه د وتونکو اوبو مدیریت، د ګاونډیو هیوادونو ترمنځ په امنیت او سوله کې د هغه رول او د پولو څخه د وتونکو اوبو د استعمال په ساحه کې د هیوادونو ترمنځ د ګډو همکاریو لارو موضوعاتو په اړه بحثونو او خبرې اترې ترسره شوی.

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو مرستیال ښاغلی انجنیر خان محمد تکل د پوهاوي سطحی لوړول او د تخنیکي او پالیسۍ جوړونکو کارمندانو همغږي لپاره د دغه ناسته یی ترسره کول اړین وبله او د ورته برنامو په دوام یی ټینګار وکړ.

همدارنګه پدې ناسته کې نړیوالو کارپوهانو د اقلیم بدلونونه او تاثیرات، د فرامرزی همکاریو میتودونه او د پولو څخه د وتونکو اوبو غوره مدیریت او د اوبو دیپلوماسی په موخه د هیوادونو ترمنځ د مینځګړیتوب شرایط په اړه هم توضیحات ورکړل.
------------------------------

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۴
Background image

په ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۸ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۹ هـ.ل

د هلمند سیندیزې عمومي حوزې ریاست او د ارزګان سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۴۴
Background image

په تخار ولایت کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۱۷ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۸ هـ ل

د تخار ولایت د درقد ولسوالي په یتیم تپه سیمه کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژه چې د هېواد د اوبیزو سرچینو د غوره او اغېزمن مدیریت په برخه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۷
Background image

له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې او ډیزاین چارې پرانیستل شوې

۱۴۴۸/۴/۱۶ هـ ق مطابق ۷/۷ ۱۴۰۵ هـ ل

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ورعاه د حکم په اساس د اوبو او انرژي وزارت له لوري له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې. . .

بیرته تګ

User account menu