په بغلان ولایت کې د تیرو سیلابونو د زیانونو د څیړلو په هکله د یاد ولایت په مقام کې ناسته ترسره شوه

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۰ - ۱۳:۱۵
1

یاده ناسته د بغلان ولایت والي مولوي سمیع الله حزب الله په مشري د بغلان سیندیزې فرعي حوزې رئیس، د اقتصاد ریاست رئیس او د همکارو مؤسسو د غړو په شتون کې ترسره شوه.

په یاده ناسته کې د بغلان ولایت مقام د یاد ولایت د سیندیزې فرعي حوزې، اقتصاد او ټولګټو ریاستونو او همکارو مؤسسو ګډې کمیټې ته د بیړنیو  اقداماتو لارښوونه وکړه.

د یادولو وړ ده، چې د بغلان ولایت په یو شمیر ولسوالیو کې د تیرو سیلابونو له امله ګڼ شمیر استوګنیز کورونه، کرنیزې ځمکې او  د اوبو کانالونه ویجاړ شوي دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۱۵:۱۹
Background image

د ځمکې لاندې اوبو سرچینو د ریاست کارکوونکو د وړتیا لوړولو په موخه درې ورځنی ښوونیز پروګرام پیل شو

دغه ښوونیز پروګرام د اوبو او انرژي وزارت، د اوبو سرچینو عمومي ریاست تر چتر لاندې د ځمکې لاندې اوبو سرچینو د ریاست له لوري، د یونیسف د محترمې مؤسسې په تخنیکي همکاري، د ځمکې لاندې اوبو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۱۵:۹
Background image

پنجشیر ولایت کې د دوو هایدرولوژیکي سټيشنونو د ساتنې او مراقبتي پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

د پنجشیر د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي فضل الله عادل د دغه ریاست د تخنیکي ټیم په ملتیا په پنجشیر ولایت کې د دوو هایدرولوژیکي سټيشنونو د ساتنې او مراقبتي پروژو د چارو له بهیر څخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۱۲:۴۷
Background image

د انرژي معینیت په اونیزه اداري او تخنیکي ناسته کې د دغه معینیت اړوند د یو شمېر اداري او تخنیکي موضوعاتو په هکله خبرې، اترې وشوې

دغه ناسته د  اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین محترم الحاج ملا عبدالهادي یعقوب تر رهبري لاندې د دغه معینیت د رئيسانو، سلاکارانو او یو شمېر تخنیکي مسؤلینو په شتون کې ترسره شوه.

په دغه. . .

بیرته تګ

User account menu