په اوبو او انرژۍ وزارت کې له خصوصي شرکتونو سره د عام المنفعه ۱۱ پروژو قراردادونه لاسلیک شو.

mew-admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۷/۲۹ - ۸:۵۱
اخبار

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ښاغلی انجینر محمد گل خُلمی نن ( د ۱۳۹۸ کال د تلی ۲۸ نیټه) د کانالونو د بیارغونه، د سواحلو تحکیم او په ۵ ولایتونو ( بلخ، ننگرهار، کندهار، کندوز او فراه) کې څیړنیزو څاګانو کیندل پروژو له خصوصي شرکتونو سره د پارلمان یو شمیر غړو او د دی وزارت یو شمیر ریسانو په شتون سره هوکړه لیکونه لاسلیک شو.
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ښاغلی انجنیر محمد گل خُلمی د اوبو مدیریت اهمیت او اړتیا په اشارې سره وویل: د دې پروژو په تطبیق کولو سره د اوبو د ضایع کیدو څخه مخه ونیول شي او د اوبو مدیریت وده ومومي چې د پروژی اوبه لګونې سیمو کې د کرنې پراختیا او زموږ هیوادوالو ته د کار فرصتونو ته لاره برابروی.
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست په مختلفو ولایتونو کې د څاه ګانو کیندل د ځمکې لاندې اوبو د سطحې د کچې د معلوماتو د مطالعې او تحلیل لپاره مهم وبلل.
د ښاغلي خُلمی په وینا د ۱۰ پروژو بودجه د ۲۸۸.۵ میلیونو افغانیو په ارزښت د نړیوال بانک لخوا او د کندز ولایت د ارچی کانال پروژې بودجه د ۱۳.۸ میلیونو دالرو په ارزښت د آسیا پراختیایی بانک لخوا تمویل کیږي
همدارنګه په پارلمان کې د خلکو استازو ښاغلی جاوید صافی، آغلی انیسه عمرانی، ښاغلی سید مقتدا میران او ښاغلی شاه خان شیرزاد د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست څخه قدردانی وکړه او د دې پروژو قراردادنه لاسلیکول د هیواد د خلکو د اقتصادی او کرنې د ودې لپاره یو اغیزمن ګام وباله.
د دې شرکتونو استازو هم ژمنه وکړه چی د دی پروژو د لوړ کیفیت او په ټاکلی وخت کې د پروژو تطبیق او ګته اخیستنی لپاره به وسپاری.
د کندهار ولایت د پنجوایی ولسوالۍ د چهاردهی او ارغنداب تالکان سواحلو تحکیم بیا رغونه، د ننګرهار ولایت د سرخ رود ولسوالۍ د شمشپور کانال بیا رغونه، د کندهار ولایت د ژرۍ ولسوالۍ د سنګسار کانال د لات ۱ او ۲ بیا رغونه، د کنر ولایت د نورګل ولسوالۍ د نورګل کانال بیا رغونه، د کندز ولایت د ارچی کانال بیا رغونه، د بلخ ولایت په مزارشریف ښار کې د ۲۰ څیړنیزو څاګانو کیندل، د ننګرهار ولایت په جلال آباد ښار کې د ۱۵ څیړنیزو څاګانو کیندل، په کندهار ولایت کې د ۱۶ څیړنیزو څاګانو کیندل او په فراه ولایت کې د ۱۶ څیړنیزو څاګانو کیندل پروژو دی چی له خصوصي شرکتونو سره قرارداد شوی. د پروژو د تطبیق کیدو سره د سلګونو هکتارو کرنیزو ځمکو د سیلابونو له خطر څخه خوندي کوی. او ۱۷۵۶۷ هکتارو خړوبه کیږی. همدارنګه په بلخ، ننگرهار، کندهار او فراه ولایتونو کې د ځمکې لاندې اوبو حالت به هم مطالعه شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۴
Background image

په ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۸ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۹ هـ.ل

د هلمند سیندیزې عمومي حوزې ریاست او د ارزګان سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۴۴
Background image

په تخار ولایت کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۱۷ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۸ هـ ل

د تخار ولایت د درقد ولسوالي په یتیم تپه سیمه کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژه چې د هېواد د اوبیزو سرچینو د غوره او اغېزمن مدیریت په برخه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۷
Background image

له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې او ډیزاین چارې پرانیستل شوې

۱۴۴۸/۴/۱۶ هـ ق مطابق ۷/۷ ۱۴۰۵ هـ ل

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ورعاه د حکم په اساس د اوبو او انرژي وزارت له لوري له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې. . .

بیرته تګ

User account menu