په اوبو او انرژي وزارت کې د ۹ پروژو قراردادونه لاسلیک شول

mew-admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱ - ۹:۶
1

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو مرستیال ښاغلی انجنیر خان ‌محمد تکل د یو رسمې برنامې په ترڅ کې د عام المنفعه ۸ پروژو قراردادونه او په پولتخنیک پوهنتون کې د اوبو او انرژي وزارت ۶۰ کارمندانو ته د ماسټرۍ بورسیه پروګرام قرارداد د پارلمان یو شمیر غړو او د دی وزارت یو شمیر ریسانو په شتون کې د خصوصي شرکتونو سره هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.

په دې قراردادونو کې د سواحلو تحکیم ۵ پروژې، په هلمند، کاپیسا، بلخ او فراه ولایتونو کې د کانالونو جوړول او بیارغونه، په نیمروز ولایت کې د ۱۶ څیړنیزو څاګانو کیندل، د سټیشن د نصبولو یوه پروژه او په بادغیس او هرات ولایتونو کې د محافظینو لپاره خونې جوړول شامل دی چی د ۲۴۹ میلیونو او ۴۴۵ زرو او ۲۰۰ افغانیو په ارزښت د نړیوال بانک او د هند حکومت لخوا تمویل کیږی.

همدارنګه د کندز ولایت پنځمې کڅوړی د ارچی کهنه کانال پروژه قرارداد د ۳ میلیونو او ۹۹۳ زرو او ۸۴۶ امریکایی ډالرو په ارزښت او د اوبو او انرژي وزارت ۶۰ کارمندانو ته د ماسټرۍ بورسیه پروګرام قرارداد د ۲ میلیونو او ۶۰۰ زرو ډالرو په ارزښت د آسیا پراختیایي بانک له بلاعوضو مرستو سره هغه قراردادونو څخه دی چې پدې برنامه کې لاسلیک شول.

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو مرستیال ښاغلی انجنیر خان ‌محمد تکل د اقلیم بدلون، د نفوسو زیاتوالی او د اوبو کمیدل، د اوبو سم مدیریت کول اړین وباله او وویل: " د دی پروژو د پلی کیدو سره د زرهاو هکتارو زیاتو کرنیزو ځمکو د سیلابونو له خطر څخه خوندي کوی او شاوخوا ۴۰۰۰ هکتاره نوې کرنیزه ځمکه خړوبه کیږی چی ۲۹۰۰۰ کورنۍ د یادو پروژو څخه ګټه پورته کوی.

همدارنګه ښاغلی تکل د اوبو کچې معلومولو لپاره هایدرولوجی سټیشنونو نصبولو او د څیړنیزو څاګانو کیندلو د اوبو کچې معلومولو لپاره د نوي ارقامو په راټولولو او تحلیلول، د پوتنشیل تثبیت او د سطحې او تړ ځمکې لاندې د اوبو حالت ارزونه لپاره اغیزمن وباله.

په ورته وخت کې په پارلمان کې د خلکو استازو د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست څخه قدردانی وکړه او د دې پروژو قراردادونه لاسلیکول د هیواد د خلکو د اقتصادی او کرنې د ودې لپاره یو اغیزمن ګام وباله.

د یادونې وړ ده چې د دې شرکتونو استازو هم ژمنه وکړه چی د دی پروژو د لوړ کیفیت او په ټاکلی وخت کې د پروژو تطبیق او ګته اخیستنی لپاره به وسپاری.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۶:۳۴
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د ۷۷ ترکي شرکت له رئيس سره د کجکي بند د پراختیا د اهمیت او د برېښنا تولید د زیاتوالي په هکله خبرې وکړې

۵/ ثور/ ۱۴۰۵هـ ل

۸/ذوالقعده/ ۱۴۴۷هـ ق

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده د خپل کار په دفتر کې د ۷۷ ترکي شرکت له عمومي رئیس محترم سلیمان جیلیو سره وکتل او د کجکي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۴۸
Background image

لغمان ولایت کې د بدیع آباد کانال د پاکاري چارې بشپړې شوې

لغمان ولایت د بدیع آباد کانال د پاکاري چارې د عمومي حشر له لارې د لغمان سیندیزې فرعي حوزې ریاست د مسؤلینو سره په همغږي بشپړې شوې.

دغه کانال چې ۱۲ کیلومتره اوږدوالي لري، د شاوخوا ۸۰۰. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۹:۵۱
Background image

کاپیسا ولایت کې د خرم کانال د نو آباد څانګې د پاکاري چارې پیل شوې

د خرم کانال د نو آباد څانګې د پاکاري چارې د عمومي حشر له لارې د لاندنې پنجشیر – محمود راقي سیندیزې فرعي حوزې ریاست له مسؤلینو سره په همغږي پیل شوې.

نوموړی کانال چې ۲۰ کیلو متره. . .

بیرته تګ

User account menu