په انرژي سکتور کې د اجراآتو د څېړلو او د چارو د غوره پلي کولو په موخه د انرژي معینیت اداري ناسته ترسره شوه

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۷ - ۱۵:۲۶
1

یاده ناسته د اوبو او انرژي وزارت د دفتر عمومي رئيس او د انرژي معینیت وارسي کوونکی محترم قاري محمد عبدالعزیز "عزیز" په مشري د رئيسانو او د یاد معینیت د ټولو تخنیکي مسؤلینو په ګډون ترسره شوه.

په دې ناسته کې د هغو کړنو او موضوعاتو د اجراآتو په هکله چې په مخکنۍ ناسته کې یې په هکله لازمي پرېکړې شوې وي، په هر اړخیزه او بشپړه توګه تر څېړنې لاندې ونیول شوې او رئيسانو او تخنیکي مسؤلینو په دې ناسته کې د خپلو کړنو راپورونه وړاندې کړل.

د ناستې په دوام کې د څو اړینو اداري او تخنیکي موضوعاتو لکه د انرژي ماستر پلان، د پروژو لومړیتوب بندي، د انرژي سکتور د اجراآتو د ارزولو لپاره د مشخصي استراتیژي چمتو کولو، د افغانستان برېښنا شرکت سره د پروژو د پلي کولو په موخه د همغږي رامنځته کولو او د هېواد د انرژي د مدیریت په موخه د یوې بشپړې طرحې د چمتوکولو په هکله بحث او د اندونو تبادله ترسره شوه.

د وزارت د دفتر عمومي رئيس او د انرژي معینیت وارسي کوونکی محترم قاري محمد عبدالعزیز"عزیز" د انرژي سکتور  د رئيسانو او متخصصینو  د اندونو تر اورېدلو وروسته، د اجراآتو د ښه ترسره کولو په پار اړینې سپارښتنې او هدایات ور کړل او اړوندو مسؤلینو ته یې دنده وسپارله چې یاد موضوعات په ښه توګه پلي شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۱:۳۵
Background image

په پکتیا ولایت کې د څه باندې ۵زره جریبه کرنیزو ځمکو د اوبو لګونه په څاڅکي اوبو لګولو بدل شوی دی

۱۴۴۷/۱۲/۲۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۱۹ هـ ش

د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده، د ولایت مقام د دفتر رئيس محترم مولوي نورالله ممتاز، د اوبو لګولو او مالداري رئيس. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۹:۲
Background image

د غزني ولایت د سردې بند اوبه دوهم ځل د پنځو ورځو لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه خوشې شوې

۱۴۴۷/۱۲/۲۱ هـ ق مطابق ۳/۱۷ /۱۴۰۵ هـ ش

د غزني ولایت د سردې ذخیروي او اوبولګولو بند اوبه دوهم ځل د پنځو ورځو لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د غزني د فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۶ - ۱۴:۸
Background image

د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې ریاست د اداري ودانۍ پروژې ودانیزې چارې ۵۷ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۷/۱۲/۲۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۱۶ هـ ش

 د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د دغه ریاست د اداري ودانۍ پروژې د ودانیزو چارو له بهیر څخه. . .

بیرته تګ

User account menu