په اسلام کې د فردي او ټولنیز ژوند په هکله د دعوت او ارشاد روزنیز او اصلاحي سیمینار ترسره شو

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۷ - ۱۴:۴۵
1

یاد سیمینار د اوبو او انرژي وزارت د کنفرانسونو په تالار کې د یاد وزارت د دعوت او ارشاد د رئیس مولوي ګل رحمن عارف او ګڼ شمیر کارمندانو په ګډون ترسره شو.

په یاد سیمینار کې ښاغلي مولوي عارف، د اسلام په سپیڅلي دین کې د فردي او ټولنیز ژوند د طریقي په هکله وینا وکړه او د ژوند په ټولو چارو کې یې د اسلام سپیڅلي دین د احکامو او د پیغمبر اکرم (ص) د سنت پیروي ارزښتناک وبلل.

د اوبو او انرژي وزارت د دعوت او ارشاد رئیس، د خپلو خبرو په ترڅ کې د اسلام د پیغمبر (ص) د ژوند طریقه ټولو مسلمانانو ته یوه بشپړه بیلګه وبلله او په فردي او ټولنیزو چارو کې یې د پیغمبر اکرم(ص) د سنتو  پر رعایتولو باندې ټینګار وکړ.

د یادونې وړ ده، چې د اوبو او انرژي وزارت د دعوت او ارشاد ریاست رونیز او اصلاحي سیمینارونه په دوامداره توګه ترسره کېږي او د بېلابېلو موضوعاتو په هکله پوهاوی او اړین ارشادات پکي وړاندې کېږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۵۴
Background image

په لغمان ولایت کې د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

د لغمان ولایت د مرکز اړوند د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په یاده پروژه کې د ۲۷۰ متره په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۴۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو چارې ۳۳ سلنه پرمخ تللې دي

 

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو پروژه د اوبو او انرژي وزارت له مهمو او بنسټیزو پروژو څخه ده، چې په هغه ولایت کې د اوبیزو سرچینو د غوره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۶
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې چارې ۶۹ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴/۴/۱۴۴۸ هـ.ق مطابق ۵/۷/۱۴۰۵ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د لوګر ولایت په خروار ولسوالي کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د. . .

بیرته تګ

User account menu