په ارزګان ولایت کې د پنځو ډيزاین شوو چکډمونو د پروژو له ساحو څخه لیدنه ترسره شوه
د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې مسؤلینو د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ او د دغه ولایت په خاص ارزګان، چنارتو، چهارچینو او دهراود ولسوالیو کې د پنځو ډیزاین شوو چکډمونو د پروژو له ساحو څخه لیدنه وکړه.
همدارنګه د اوبو او انرژي وزارت او د هلمند عمومي ریاست د انجنیري ټیم په ارزګان ولایت کې د څلورو چکډمونو لومړنۍ سروې ترسره کړه.
